ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د رايو شمېرنې مرکز  امنيتي مسوول او يو ساحوي ناظم نيول شوى

خوست کې د رايو شمېرنې مرکز امنيتي مسوول او يو ساحوي ناظم نيول شوى

author avatar
7 Apr 2014 - 13:24
خوست کې د رايو شمېرنې مرکز  امنيتي مسوول او يو ساحوي ناظم نيول شوى
author avatar
7 Apr 2014 - 13:24

خوست ښار (پژواک ١٨ ورى ٩٣): د خوست ولايت چارواکي وايي، چې د رايو د شمېرنې پر يوه مرکز د بريد په اړه يې څېړنې پيل کړې او د دغه مرکزامنيتي مسوول او يو ساحوي ناظم نيول شوى.

د خوست ولايت د مقام له خوا د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بېګاه شپه شاوخوا اته بجې يو شمېر نامسوول وسله وال د رايو د صندوقونو مرکز ته ننوتلي او په يو شمېر صندوقونو کې يې لاسوهنه کړې ده.

سرچينې زياته کړې، دغه مرکز د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر په غوښتنه ورکړل شوى و، چې د دغه کمېسيون له دفتر سره په شل، د ملي امنيت له رياست سره په پنځوس مترۍ او له امنيه قوماندانۍ سره نږدې په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د رايو شمېرلو د دغه مرکز د امنيت په اړه ملي امنيت او ملي پوليسو ته دنده سپارل شوې وه، خو دغه راز د داخلي نظم او اصولو د رعايت په موخه يې د ټاکنو کمېسيون مسووليت درلود.

د خوست ولايت مقام ويلي، چې تر يادې پېښې وروسته په بېړني ډول والي عبدالجبار نعيمي، امنيه قوماندان، د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال ، د ملي امنيت مرستيال او د ټاکنو د ولايتي دفتر مسوول ياد مرکز ته ورغلل او وليدل شول، چې په يو شمېر بکسونو کې لاسوهنه شوې او خلک يې بېرته په خپله لاره تللي دي.

سرچينه زياتوي، د پېښې له لومړنيو څېړنو، احضاراتو او شواهدو ښکاره شوه، چې په دغه خوندي امنيتي دفتر کې ياده پېښه د سترې بې غورۍ، غفلت او بې پروايۍ له امله رامنځته شوې، چې پر همدې اساس د ټاکنو د دفتر امنيتي مسوول او يو ساحوي ناظم د ملي امنيت له خوا نيول شوي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موخه د پخوانيو پلټنو په دوام نن ورځ په څلورو پاڼو کې ترتيب شوى مکتوب ټولو اړوند ارګانونو ته رسماً ولېږل شو، تر څو پېښه په هر اړخيزه توګه بررسي کړي او عاملين يې د قانون له مخې په سخته سزا ورسيږي.

سرچينه زياتوي، ولايتي اداره دغه کار له زغم وتلى او ناوړه عمل بولي او پر سختو ټکو يې غندنه کوي.

د خوست ولايت مقام ټول ولس ته ډاډ ورکړى چې د دې پېښې هر اړخيزه پلټنه کوي، هر هغه څوک چې په دغه کار کې ښکېل وي او همکاري يې کړې وي، هغوى به بې له ځنډه يو په بل پسې د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

بلخوا په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني د کمپاين يوه غړي کرامت خان خپلواک تېره شپه پژواک اژانس ته ويلي وو، چې تر ماښام وروسته د ولسمشرۍ د بل کانديد ډاکټر زلمي رسول د کمپاين يوه غړي سناتور عارف الله پښتون د رايو د شمېرلو مرکز ته په غير قانوني توګه ورغلی و.

هغه زياته کړې وه، چې پښتون د رايو پنځه صندوقونه مات کړي، د اشرف غني رايې ترې ايستلې او د ډاکټر زلمي رسول لپاره يې جعلي رايې پاڼې په کې اچولې دي.

خپلواک ادعا وکړه، چې دوی له دې پېښې له خبريدو سره سم ياد مرکز ته ورغلل او د زلمي رسول د کمپاين د مسوول د دې غير قانوني کړنې ويډيو يې هم اخيستې ده.

په خوست کې د زلمي رسول د ټاکنيز کمپاين مسوول عارف الله پښتون نن له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د تېر ماښام په پېښه کې پر ده لګول شوي تورونه بې اساسه دي.

نوموړي زياته کړه، تېر ماښام د رای شمېرنې مرکز ته د دې لپاره ورغلی و، چې ده يوه ناظر زنګ وهلی و، چې ځينې کسان کوښښ کوي، تقلب وکړي او دی يوازې د څارنې لپاره ورغلی و.

نوموړي زياته کړه، کله چې د رای شمېرنې خونې ته ننوت، هلته د ناظرينو ګڼه ګوڼه وه، خو نه يې له چا سره تاوتريخوالی کړی او نه يې هم صندوق ته لاس وروړی دی.

پښتون وويل، چې په ياده برخه کې پر ده لګول شوي تورونه ټول بې اساسه دي او حکومت دې ژورې څېړنې وکړي، که چېرې پر ده باندې ثبوت شي، نو ځان د قانون منګولو ته سپاري.

هغه له ټولو عدلي او قضايي ارګانونو هم غوښتنه وکړه، چې دغه پېښه په بې پرې ډول وڅېړي.

عارف الله پښتون خبريالانو ته دا هم وويل، چې تېره نيمه شپه د خوست امنيتي چارواکو هغو ملي پوليسو ته، چې په خوست کې يې د ده دفتر ساتنه کوله، امر وکړ، چې د ياد دفتر امنيت ساتنه پرېږي.

نوموړي زياته کړه، د شپې يې په دفتر کې هيڅ ساتونکي نلرل، خو امنيتي چارواکو سربېره امنيتي ستونزو د دی دفتر خوشی کړی دی.

 په خوست کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول محمد شفیق وفا پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.