هرات(پژواک،١٨ورى٩٣): په هرات ولايت کې د پوليسو پر يوه موټر د چاودنې له امله ٤ پوليس ووژل شول او ٣ تنه نور يې ټپيان شول.
چارواکي وايي، چې دا پېښه د وري په ١٨مه سهار ٩ بجې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د شنينډنډ ولسوال عبدالحميد نور پژواک خبري اژانس ته وويل، د جنګل پاين په سيمه کې د پوليسو پر يوه حاموې موټر د ريموټ کنټرول ماين چاودنه شوې ده.
هغه وويل، په دې چاودنه کې ٤ پوليس وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي، چې ټپيان يې د درملنې لپاره د پوليسو ځايي روغتون ته استول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې نور چا ته زيان نه دى اوښتى او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن