ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د دوو ولسواليو د رايې  صندوقونه لا هم تر مرکزه نه دي راوړل شوي

د هلمند د دوو ولسواليو د رايې صندوقونه لا هم تر مرکزه نه دي راوړل شوي

author avatar
7 Apr 2014 - 16:23
د هلمند د دوو ولسواليو د رايې  صندوقونه لا هم تر مرکزه نه دي راوړل شوي
author avatar
7 Apr 2014 - 16:23

لښکرګاه (پژواک ۱۸ ورى ۹۳): د هلمند د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، له موسى کلا او نوزاد ولسواليو پرته د ټولو سيمو د رايو صندوقونه لښکرګاه ته رسېدلي دي.

د ياد کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لېږد دغه بهير له امنيتي ستونزو پرته ترسره شوى دى.

د ده په وينا، يواځې د نوزاد او موسى کلا ولسواليو د رايو صندقونه او نور مواد د ورښتونو له امله پاتې دي او سېلابونو يې د را لېږد مخه نيولې ده.

نقشبندي وايي، چې په دغه ولايت کې د تمې خلاف په پراخه توګه خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته او د ټاکنو بهير په امن فضا کې ترسره شو.

د ټاکنو کمېسيون رييس ونه ويل، چې څومره کسانو به په ټاکنو کې برخه اخيستې وي خو ويل کېږي، تر سل زره کسانو په هلمند رايې ورکړې دي.

د ده په خبره، درې صندقونه الوتکې د باد د فشار له امله په سنګين ولسوالۍ کې مات او پاڼې يې ورکې او يا هم د باران له امله له منځه تللې دي.

نقشبندي وايي، د يادو دريو واړو صندقونو اسناد ترلاسه شوي او په دې اړه يې په کابل کې هم مسوولينو ته خبر ورکړى دى.

بلخوا په دغه ولايت کې د شکايتونو کمېسيون رييس رحيم ګل علي خېل پژواک ته وويل، دوى ته تر دې مهاله٤٠ شکايتونه رسېدلي او ثبت شوي دي.

نوموړي وويل، تر ډېره دغه شکايتونه داسې دي، چې ګني د ځينو ناظرينو مخنيوى شوى او يا هم د دولتي مسوولينو له خوا لاسوهنې شوې دي.

د ده په وينا، د ټاکنو د کمېسيون له مامورينو هم شکايتونه شوي، چې په يو ډول يې د يوه ځانګړي نوماند ملاټر کړى دى.

د يادولو ده، په هلمند ولايت کې له ۲۱۹ مرکزونو څخه ۱۴۷ د ټاکنو په ورځ پرانيستي وو او تر شپږ زره زياتو ناظرينو او مشاهدينو د ټاکنو له بهير څارنه کړې ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.