ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: د رښتينو رايو له مخې دې پايلې اعلان شي

مشرانو جرګه: د رښتينو رايو له مخې دې پايلې اعلان شي

author avatar
8 Apr 2014 - 15:22
مشرانو جرګه: د رښتينو رايو له مخې دې پايلې اعلان شي
author avatar
8 Apr 2014 - 15:22

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): مشرانو جرګې د ټاکنو پروسه بريالۍ وبلله او له ټاکنيزو کمېسيونونو يې غوښتنه وکړه، چې په رڼه ډول او د خلکو د رايو پر بنسټ د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، چې په دغو ټاکنو کې څه باندې ٧ ميليونه تنو برخه واخيسته.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ځواکونو هڅې وستايل شوې.

په ياده جرګه کې د پکتيا استازي بازمحمد زرمتي وويل، چې خلکو له امنيتي ستونزو سره، سره په باراني هوا  کې په پراخه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ.

هغه له ټاکنيزو کمېسيونونو وغوښتل، چې د خلکو رايو ته احترام وکړي او پر بنسټ يې د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

زرمتي زياته کړه: ((زه له کانديدانو نه هم غوښتنه کوم، هغه کانديد ته احترام وکړي، چې ډېرې رايې وړې دي، له دويم پړاو ټاکنو نه دې تېر شي.))

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، که په ټاکنو کې هېڅ کانديد پنځوس سلنه جمع يو رايې پوره نه کړي، دويم پړاو ټاکنې د دوو هغو کانديدانو تر منځ کېږي چې له نورو ډېرې رايې ولري.

په تېرو ټاکنو کې چې ټاکل شوې لومړنۍ پايلې يې د غويي په ٤مه او وروستۍ هغه يې د همدې مياشتې په ٢٤مه اعلان شي، د ولسمشرۍ لپاره ٨ تنه او د ولايتي شوراګانو لپاره شاوخوا ٢٦٠٠ تنه کانديد وو.

زرمتي دا هم وويل، چې په ځينو سيمو کې په ټاکنو کې درغلۍ شوې خو په هغې کچه نه دي، چې د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

په ياده جرګه کې د کابل استازي نثاراحمد حارس وويل، چې د ټاکنو په ورځ د خلکو پراخ ګډون او امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابيرو نړيوالو ته دا وښوده، چې افغانان د ډيموکراسۍ اصولو ته ژمن دي او امنيتي ځواکونه يې د خپل هېواد د امنيت د ټينګښت توان لري.

هغه زياته کړه: ((د ټاکنو په ورځ د امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير د دې لامل شول، چې د خلکو باور هم پر خپلو ځواکونو ډېر شي.))

حارس وويل، چې د ټاکنو د پايلو په اړه بايد وړاندوينې ونه شي، ځکه چې د ټاکنو د پايلو په اړه خلکو ته شکونه پيدا کوي.

په ياده جرګه کې د اهل هنودو استازې انارکلي هنريار وويل، چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د افغانستان دښمنانو ته دا وښوده، چې افغانان په ملي پروسو کې سره يو دي.

هغې زياته کړه: ((د ټاکنو ورځ د ټولو افغانانو لپاره ملي جشن و.))

هنريار هم له خلکو او نورو بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د پايلو په اړه وړاندوينې ونه کړي، ځکه چې دغه وړاندوينې د خلکو ترمنځ ستونزې پيدا کوي.

هغې زياته کړه: ((د شکايتونو کمېسيون بايد په سمه توګه شکايتونو ته رسېدنه وکړي او هره پايله، چې ټاکنيزو کمېسيونونو اعلان کړه، هغې ته بايد ټول احترام وکړو او د افغانستان دښمنان وشرموو.))

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او له جرګې يې غوښتنه وکړه، چې رسنۍ او ملي ځواکونه وستايي ځکه چې د ټاکنو په ورځ يې ډېر زيار ايستلى دى.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه هم وويل، چې له ګڼو ستونزو سره سره په ټاکنو کې د خلکو پراخه ونډه د ستايلو ده.

ده وويل، چې امنيتي ځواکونو هم کلک امنيتي تدابير نيولي وو او د ټاکنو کمېسيون هم دغه پروسه په ښه توګه مديريت کړه.

هغه له ټاکنيزو کميسيونونو وغوښتل، چې له زماني جدول سره سم د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.