ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د کانکور لپاره د خپلواکې کمېټې د طرحې جوړېدو سپارښتنه وکړه

author avatar
8 Apr 2014 - 17:41
author avatar
8 Apr 2014 - 17:41

کابل (پژواک ١٩ ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د کانکور ازموينې په سيستم کې د اصلاحاتو په موخه د يوې خپلواکې کمېټې د جوړېدو طرحه جوړه کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه لارښوونه نن وروسته له هغه وکړه، چې د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري ټولنې غړو له هغه سره په کتنه کې د کانکور د ازموينې په سيستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

په اعلاميه کې راغلي: ((په دې کتنه کې، چې د لوړو زده کړو وزير هم په کې شتون درلود، د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحاديې غړو د لوړو زده کړو د وزارت له تشکيل څخه د باندې د کانکور د ازموينې د اخيستلو لپاره د يوې خپلواکې کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه.))

سرچينه ليکي، چې د دې ليدنې په پاى کې ولسمشر کرزي د لوړو زده کړو وزير ته لارښوونه وکړه چې د کانکور ازموينې په سيستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د کانکور ازموينې د اخيستلو لپاره دې د يوې خپلواکې کمېټې د جوړېدو طرحه جوړه کړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر د لوړو زده کړو له وزير نه وغوښتل، چې هر څه ژر ياده طرحه جوړه او د تصويب لپاره يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانکور ازموينې په اړه شکايتونه شتون لري او سږ کال په ځينو ولايتونو کې د کانکور ازموينه د درغليو له امله لغوه او بيا واخيستل شوه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.