ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم د ټاکنو دويم پړاو ته تياري نيسي

د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم د ټاکنو دويم پړاو ته تياري نيسي

author avatar
9 Apr 2014 - 15:15
د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم د ټاکنو دويم پړاو ته تياري نيسي
author avatar
9 Apr 2014 - 15:15

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): که څه هم تر اوسه پورې د ټاکنو رسمي پايلې نه دې اعلان شوې، خو د زلمي رسول د ټاکنيزو مبارزو دفتر وايي، احتمال لري، چې د ولسمشرۍ ټاکنې دويم دور ته ولاړې شي.

د زلمي رسول مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم دويم دور ته د ولسمشرۍ ټاکنو د تلو په صورت کې خپل چمتووالى پيل کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ټېم خپلو ټولو ساحوي او مرکزي دفترونو ته امر کړى، چې د ټاکنو د دويم دور لپاره خپلې تيارۍ ونيسي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه تصميم د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو نوماند زلمي رسول په مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې ونيول شو.

د افغانستان د ټاکنو قانون پر بنسټ، که چېرې د ولسمشرۍ هېڅ يو نوماند هم د ټاکنو په لومړي دور کې د ټولو رايو ١+٥٠ سلنه ترلاسه نه کړي، ټاکنې دويم دور ته ځي او دوه مخکښ نوماندان به په خپلو کې سيالي کوي.

د دغه قانون له مخې، د ټاکنو دويم دور د غويي مياشتې په ٢٤ مه نېټه د وروستيو پايلو له اعلان وروسته د دوو اونيو په ترڅ کې ترسره کېږي.

د زلمي رسول مطبوعاتي دفتر ويلي، چې له ټول هېواد څخه د دوى څارونکو په ورکړو راپورونو کې څرګنده کړې، چې ” د اعتدال، برابرۍ او رغونې د ټېم د رايو وضعيت ډېر ښه دى” او احتمال لري، چې ټاکنې دويم دور ته ولاړې شي.

د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم زياته کړه، چې د همدغه راپورونو او د وضعيت ارزونې ته په کتو سره دغه ټېم د دويم دور لپاره خپلې تيارۍ پيل کړې او د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم ټولو ساحوي او مرکزي دفترونو ته امر شوى، چې د ټاکنو د دويم دور لپاره خپلې تيارۍ ونيسي.

د زلمي رسول د ټاکنيزو مبارزو دفتر ادعا وکړه، چې ځينو نورو نوماندانو په دې ټاکنو کې پراخ تقلب ته لاس اچولى او دغه ټېم په دې برخه کې خپل شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره شريک کړي دي.

په اعلاميه کې راغلي: ((د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم خپل شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره په جديت تعقبيوي او له نورو نوماندانو سره هم، چې په دې برخه کې موثق اسناد ولري، اړينه همغږي کېږي، څو د افغانستان د خلکو له پاکو رايو لازمه دفاع وشي.))

 د زلمي رسول د ټاکنيزو مبارزو دفتر همدارنګه نيوکه وکړه، چې د ولسمشرۍ ځيني نوماندان د ټاکنو د رسمي پايلو له اعلان مخکې د خواله رسنيو له لارې د نوماندانو د رايې سلنې خپروي، چې د دغه ټېم په خبره، پېيلې، لار ورکوونکې او د واقعيت خلاف دي.

 اعلاميه زياتويو چې د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټېم د ټاکنو د دويم دور لپاره د نورو نوماندانو په مرسته د يوه ستر اتحاد لپاره خپلې هڅې پيل کړې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.