ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعادت: د افغانانو حماسه به د تقلب قرباني نه شي

سعادت: د افغانانو حماسه به د تقلب قرباني نه شي

author avatar
9 Apr 2014 - 13:17
سعادت: د افغانانو حماسه به د تقلب قرباني نه شي
author avatar
9 Apr 2014 - 13:17

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې خو دوى هڅه کوي، پايلې يې د خلکو د اصلي رايو له مخې اعلان کړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې خلکو په ټاکنو کې په خپلې پراخې ونډې سره وښوده چې له ګواښونو نه وېريږي او خپل برخليک په خپله ټاکي.

دى وايي، په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي او که د دغه کمېسيون کارکوونکي په درغليو کې لاس ولري، نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

ده وويل، چې په خوست کې د ټاکنو د هغه مرکز يو کارکوونکى څارنوالۍ ته معرفي شوى چې ځيني کسان د رايو په صندوقونو کې د لاسوهنې لپاره ورغلى وو.

دى وايي، چې د ياد مرکز موضوع تر څېړنو لاندې ده.

د چارواکو په وينا، په خوست کې تر ټاکنو وروسته د شپې شاوخوا اته بجې يو شمېر نامسوول وسله وال د رايو د صندوقونو مرکز ته ننوتي وو او په يو شمېر صندوقونو کې يې لاسوهنه وکړه.

د نورستاني په وينا، د ټاکنو په اړه د خلکو لږ پوهاوى، په سختو لارو لوژستيکي اکمالات، د رايې ورکوونکو د کره نوملړ نه شتون، د ښځو د رايو ورکولو د محلونو لپاره د ښځينه کارکوونکو موندنه او د برېښنايي تذکرو نه شتون د ټاکنو ننګونې وې.

خو هغه زياته کړه، چې ټاکنې له دې ستونزو سره سره بريالۍ ترسره شوې.

نورستاني زياته کړه، چې د غور، بدخشان او دايکنډي د ٢٦ ولسواليو راى پاڼې تر دې دمه د ولايتونو مرکزونو ته نه دي لېږدول شوې، خو په پام کې ده چې نن د هوا له لارې ولېږدول شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر عبدالستار سعادت هم په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې په ټاکنو کې پراخه درغلي او ناقانونه کړنې شوې دي.

هغه وويل، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځينو کار کوونکو په اړه هم په ټاکنو کې د درغليو شکايتونه شته دي.

خو ده ژمنه وکړه چې اصلي او جعلي رايې به سره بېلوي او زياته يې کړه: “نه پرېږدو چې تقلب د افغانستان د خلکو حماسه له منځه يوسي.”

هغه وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون او د ټاکنو خپلواک کمېسيون دنده لري چې اصلي او جعلي رايې سره بېلې او د ټاکنو پايلې د اصلي رايو له مخې اعلان کړي.

د سعادت په وينا، که په ټاکنو کې شوو درغليو او سرغړونو ته رسېدنه ونه شي، د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.