ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسيون دويم پړاو ټاکنو ته بشپړ چمتوالى لري

د ټاکنو کمېسيون دويم پړاو ټاکنو ته بشپړ چمتوالى لري

author avatar
10 Apr 2014 - 19:41
د ټاکنو کمېسيون دويم پړاو ټاکنو ته بشپړ چمتوالى لري
author avatar
10 Apr 2014 - 19:41

 کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې که  ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دوى ورته بشپړ چمتووالى لري او کومې تخنيکي او حقوقي ستونزې نه لري.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري په شپاړسمه تر سره شوې او له اووه ميليون کسانو څخه ډېرو رايه ورکوونکو پکې ګډون وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو راى شمېرنه د وري مياشتي په ١٧ مه پيل شوې او د يادې مياشتې تر ٣١ مه نېټه پورې به دوام ولري، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې به د غويي مياشتي په ٤ مه اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، که چېرې د ولسمشرۍ کوم کانديد د ټاکنو په لومړي پړاو کې ٥٠+١ سلنه رايې تر لاسه نه کړي، نو ټاکنې دويم پړاو ته ځي او د دوه مخکښو کانديدانو تر منځ پکې سيالۍ رامنځته کېږي.

په دغه قانون کې ويل شوي، چې د ټاکنو دويم پړاو د خپلې ټاکل شوې نيټې ( د غويي ٢٤ مه) له اعلان وروسته، د دوه اونيو په ترڅ کې تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غيررسمي شمېرو له مخې، د وري مياشتې د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې تر دې مهال کوم کانديد ٥٠+١ سلنه رايې نه دي تر لاسه کړې.

له دې سره چې تر دې دمه د ټاکنو رسمي پايلې نه دي اعلان شوي، خو د ټاکنو دوه مخکښ کانديدان اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله ويلي، که چېرې په لومړي پړاو کې بريالي نه شي نو د ټاکنو دويم پړاو غځولو ته هم چمتو دي.

د ولسمشرۍ يوه بل کانديد زلمي رسول هم تېره ورځ ويلي، چې د ټاکنو دويم پړاو ته د تلو پر مهال د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټيم هم له اوسه راهيسې خپل چمتووالى نيسي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني هم ويلي، که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دوى له مالي او تخنيکي پلوه په خپلو کارونو کې ستونزې نه لري.

ورته مهال د ټاکنو کمېسيون، نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې اوسه د فراه غور ولايتونو د څلورو ولسواليو رايې په خپلو سيمو کې پاتې دي او له دې پرته نور ټول توکي او پايلې ولايتي دفترونو ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کابل د پايلو ملي مرکز ته تر دې مهاله د هېواد له ٢٥ ولايتونو څخه ٢٩٠٣ ساتندويې کڅوړې راوړل شوې، چې د هېواد په کچه د ټولو پرانيستو مرکزونو ٤٥،٢ سلنه جوړوي.

 د سرچينې په وينا، په کومو ولايتونو کې چې درغلۍ شوي، نو د کمېسيون له خوا پېژندل شوي او د کمېسيون له پرېکړې وروسته به د ټولو څارونکو او ليدونکو په وړاندې قرنطين شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.