ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني له خپل سيال کانديد سره د اېتلاف اوازې رد کړې

اشرف غني له خپل سيال کانديد سره د اېتلاف اوازې رد کړې

author avatar
11 Apr 2014 - 11:11
اشرف غني له خپل سيال کانديد سره د اېتلاف اوازې رد کړې
author avatar
11 Apr 2014 - 11:11

کابل (پژواک ٢٢ورى ٩٣) : د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزى وايي ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي ، نو د خپل سيال په ګټه به له صحنې ونه وځي .

 نوموړي دغه څرګندونې په خپل يوه ويډيويي غږ کې د هغه سوال په ځواب کړي ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي له خپل سيال سره اېتلاف کوي او که له دويم پړاو ټاکنو څخه تېريږي .

 ده وويل ، چې تراوسه پورې د لومړي پړاو ټاکنو پايلې نه دي څرګندې او په دې اړه اساسي ارزونې نه دي شوې .

اشرف غني ټينګار کوي ، چې تر هغه به منتظر پاتې شي ، ترڅو په پراخه کچه په ټاکنو کې د خلکو د ګډون پايله معلومه شي .

 ده زياته کړه: (( انشا الله برى له زموږ سره ده او که چېرې داسې شرايط راغلل ، چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي ، نو په هغه وخت کې د خلکو په اراده او د اساسي قانون له مخې ټاکنې بايد دويم پړاو ته لاړې شي ، ترڅو د افغانستان د خلکو اراده معلومه شي .))

 دغه کانديد همدارنګه څرګنده کړه ، چې دى به هر اړخيز او ملي حکومت جوړ کړي او نورو کانديدانو ته به هم په راتلونکي حکومت کې په ونډې ورکولو سره قايل شي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري په شپاړسمه تر سره شوې او له اووه ميليون  څخه ډېرو رايه ورکوونکو پکې ګډون وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو راى شمېرنه د وري مياشتي په ١٧ مه پيل شوې او د يادې مياشتې تر ٣١ مه نېټه پورې به دوام ولري، چې د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د غويي مياشتې په ٤ مه  او وروستۍ به يې  د غويي په ٢٤مه اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې،که چېرې د ولسمشرۍ کوم کانديد د ټاکنو په لومړي پړاو کې ٥٠+١ سلنه رايې تر لاسه نه کړي، نو ټاکنې دويم پړاو ته ځي او د دوه مخکښو کانديدانو تر منځ پکې سيالۍ رامنځته کېږي.

په دغه قانون کې ويل شوي، چې د ټاکنو دويم پړاو د خپلې ټاکل شوې نيټې ( د غويي ٢٤ مه) له اعلان وروسته، د دوه اونيو په ترڅ کې تر سره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غيررسمي شمېرو له مخې، د وري مياشتې د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې تر دې مهال کوم کانديد ٥٠+١ سلنه رايې نه دي تر لاسه کړې.

له دې سره چې تر دې دمه د ټاکنو رسمي پايلې نه دي اعلان شوي، خو د ټاکنو دوه مخکښ کانديدان اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله ويلي، که چېرې په لومړي پړاو کې بريالي نه شي نو د ټاکنو دويم پړاو غځولو ته هم چمتو دي.

د ولسمشرۍ يوه بل کانديد زلمي رسول هم تېره ورځ ويلي، چې د ټاکنو دويم پړاو ته د تلو پر مهال د اعتدال، برابرۍ او جوړونې ټيم هم له اوسه راهيسې خپل چمتووالى نيسي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر يوسف نورستاني هم ويلي، که چېرې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو دوى له مالي او تخنيکي پلوه په خپلو کارونو کې ستونزې نه لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.