کابل (پژواک ٢٢ورى ٩٣) : د پکتيکا ولايت اداره وايي ، چې ددغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د يو ځانمرګي بريد په ترڅ کې يو قومي مشر وژل شوى او درې تنه نور ټپيان دي .
په هغه خبرپاڼه کې ، چې د ياد ولايت له مطبوعاتي دفترڅخه پژواک اژانس ته راليږل شوې ، راغلي ، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په يوه بجه د ارګون بازار ته نږدې د اشرخۍ په سيمه کې شوى .
سرچينې زياته کړې ، چې لومړى ځانمرګي د ګل ببري ځدراڼ په نامه يوه قومي مشر ته د روغبړ په موخه ځان ورنږدې کړى ، بيا يې لومړى دغه مشر په تومانچه ټپي او وروسته يې پرځان پورې تړليو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده .
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په دې پېښه کې ياد قومي مشر وژل شوى او درې عام وګړي ټپيان شوي دي.
د پکتيکا والي محب الله صميم دغه بريد په کلکه غندلى او دغه کار يې د افغانستان د دښمنانو کړنه بللې ده .
خبرپاڼې ويلي ، چې ياد قومي مشر کومه دولتي دنده نه درلوده ، خو د سيمې په پرمختيايي چارو کې يې له دولت سره همکاري کوله .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن