ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو د قسمي پايلو اعلان سباته وځنډول شو

د ټاکنو د قسمي پايلو اعلان سباته وځنډول شو

author avatar
12 Apr 2014 - 18:05
د ټاکنو د قسمي پايلو اعلان سباته وځنډول شو
author avatar
12 Apr 2014 - 18:05

کابل (پژواک ٢٣ورى٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو د قسمي پايلو اعلان تر سبا پورې وځنډاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون دغه کمېسيون په رسمي توګه رسنيو ته ويلي و ، چې د وري په ٢٣مه، د شنبې په ورځ به قسمي پايلې اعلانوي.

د ټاکنو د کمېسيون سرچينو د وري په ٢٣مه، وويل چې نن ټوله ورځ د کمېسيون غړو په دې اړه بحثونه کول، چې د ټاکنو پايله څه ډول او څو فيصدي اعلان کړي، ټاکل شوې ده، چې دا پايلې نن تر غرمې وروسته په څلورو بجو يا شپږو بجو اعلان کړي،خو دغه کار  ونه شو.

د مازيګر په شاوخوا پنځه نيمو بجو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پايلې تر سبا پورې ځنډېدلې دي.

نوموړي زياته کړه : (( موږ نن په خپله غونډه کې پرېکړه وکړه، چې دا پايلې سبا ته اعلان شي.))

خو امرخېل په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې، چې د ټاکنو کمېسيون د اټکل له مخې، په کې تر اووه ميليونه ډېرو خلکو ګډون کړى و.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.