ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنو د پايلو او درغليو په اړه وړاندوينې د اندېښنې وړ دي”

“د ټاکنو د پايلو او درغليو په اړه وړاندوينې د اندېښنې وړ دي”

author avatar
12 Apr 2014 - 19:00
“د ټاکنو د پايلو او درغليو په اړه وړاندوينې د اندېښنې وړ دي”
author avatar
12 Apr 2014 - 19:00

کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، د رڼو ټاکنو پايلو ته د شک په سترګه ګوري او په ټاکنو کې د پايلو او درغليو په اړه وړاندوينې د اندېښنې وړ بولي.

 خو د ټاکنيزو کمېسيونونو چارواکي وايي، چې د ټاکنو پايلې به په روڼ ډول اعلان شي او کوم کانديد به د درغلۍ په تر سره کولو سره ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاره پيدا نکړي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦ مه تر سره شوې او ټاکل شوې، چې قسمي پايلې يې نن د دغه کمېسيون له لوري اعلان شوې واى ، خو سبا ته وځنډول شوې.

 د ټاکنو کمېسيونونو مشرانو په ټاکنو کې له پراخه درغليو خبر ورکړى او ويلي يې دي، چې ٣٠٠٠ ثبت شويو شکايتونو له مخې به د رايې ورکولو د يو شمېر مرکزونو صندوقونه قرنطين کړي او ځينې به يې باطله اعلان کړي.

 په ياده جرګه کې د هرات استازي منورشاه بهادري وويل: ” حکومت او د ټاکنو کمېسيون په خپلې برابرې شوې طرحې سره د ځانګړي کانديد د برياليتوب هڅې کوي.”

 بهادري له زياتو جزيياتو ورکولو پرته وويل، يو شمېر کسان د ولسمشرۍ د يوه ځانګړي کانديد د برياليتوب لپاره هلې ځلې کوي.

 هغه زياته کړه: ” که د ټاکنو پايلې چېرې بل لوري ته کش کړى شوې ، نو د خلکو استازي به چوپ پاتې نه شي.”

 نوموړي ګواښ وکړ: ” موږ ته هر ډول طرحه شوې درغلۍ د منلو وړ نه دي او که چېرې د خلکو له رايو ناوړه ګټه پورته شي، نو موږ به د خلکو له حق څخه دفاع وکړو.”

 د هغه په وينا، په ټاکنو کې په درغلۍ او تنبلۍ تورن شوي کسان بايد د ټاکنو له پايلو اعلانولو وړاندې، څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

 همدارنګه نوموړي، په ټاکنو کې د درغليو، سرغړونو او پايلو په اړه وړاندوينه د اندېښنې وړ وبلله او ويې ويل، چې د چارواکو بېلابېل ډول څرګندونې به د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي.

 په ياده جرګه کې د فراه د خلکو استازي سميع الله صميم هم د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې د درغلۍ او پايلو په اړه له وړاندوينې ډډه وکړي، ځکه د نوموړي په وينا،  دا کار د افغانانو او د هېواد په ګټه نه دى.

 د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه غيرمسوولانه او له وخت وړاندې څرګندونې، د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راوستى شي.

 هغه د ټاکنو له کمېسيونونو وغوښتل، چې خپل کارونه په خپلواکه توګه پر مخ يوسي او خلکو ته د ټاکنو په اړه روڼ ځواب ووايي، ځکه په دغه پروسه کې هر ډول غيرقانوني عمل هېواد د بهران پر لوري بېولى شي.

 ابراهيمي له حکومت او د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو وغوښتل، چې د ټاکنو په چارو  کې بايد کومه لاسوهنه ونه کړي او ټاکنې دې د رسمي پايلو اعلان ته پرېږدي.

 د هغه په وينا، که چېرې د ټاکنو کمېسيونونه د کوم ځانګړي  کانديد په ګټه او د هغه د برياليتوب لپاره کار وکړي، نو ولسي جرګه به يې پر وړاندې ودريږي.

 خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنو پايلې به په روڼ ډول تر سره شي او هيڅکله به هم د کوم ځانګړي کانديد په ګټه کار تر سره نه شي.

 د ټاکنيزو شکايتونو مشر عبدالستار سعادت پژواک خبري اژانس ته وويل: ” موږ پرېکړه کړې، چې اصلي رايې د درغلۍ له رايو جلا کړو.”

 هغه وويل، چې ياد کمېسيون د ټاکنو په اړه کومه وړاندوينه نه ده کړې، خو په دغه کمېسيون کې د درغليو او سرغړونو په اړه شکايتونه ثبت شوي او په عملي توګه پرې کار روان دى.

 سعادت زياته کړه، چې خلک د دې کمېسيون په اړه بايد د شکايتونو له څېړنو او پايلو وروسته قضاوت وکړي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل، له کوم ځانګړي کانديد څخه د ياد کمېسيون پلوي رد کړه.

 نوموړي زياته کړه، کمېسيون به هڅه وکړي، چې حق خپل حقدار ته وسپاري او د درغلۍ او اصلي رايو تر منځ تفکيک وکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.