ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ښايي د  ميدان وردګو ٢٠ زره رايې باطلې اعلان شي”

“ښايي د ميدان وردګو ٢٠ زره رايې باطلې اعلان شي”

author avatar
13 Apr 2014 - 16:01
“ښايي د  ميدان وردګو ٢٠ زره رايې باطلې اعلان شي”
author avatar
13 Apr 2014 - 16:01

ميدان ښار (پژواک ۲۴ ورى ۹۳): په ميدان وردګو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول وايي ، چې په دغه ولايت کې سل زره رايې کارول شوې دي.

 په دغه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس انجنير نورالله د وري په ۲۴مه پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل ، چې سل زرو کسانو د ولسمشرۍ او ولايتي شورا کانديدانو د وري د ١٦مې په ټاکنو کې رايې ورکړې دي.

هغه زياته کړه، چې له ټاکنو وروسته په دغه ولايت کې د شکايتونو خپلواک کمېسيون ته د اته دېرشو په شاوخوا کې شکايتونه رسېدلي دي.

د نوموړي په وينا، ښايي د شکايتونو د څېړلو په پاى کې د دغه ولايت شل زره رايې باطلې هم اعلان شي.

په همدې حال کې په دغه ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ولسمشرۍ  په کانديدانو کې  تر ټولو زياتې ډاکټر عبدالله، ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر زلمي رسول، قطب الدين هلال او استاد عبدرب الرسول سياف د کمو رايو په توپير سره پرله پسې رايې ترلاسه کړې دي.

سرچينې پژواک ته د ولسمشريزو کانديدانو د رايو د دقيقې شمېرې له ورکولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر باوري سرچينو پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې د ميدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د رايې ورکولو بهير هېڅ نه دی ترسره شوی .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.