ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د قرنطين شوو صندقونو د رايو شمېرنه بيا پيل شوه

بلخ کې د قرنطين شوو صندقونو د رايو شمېرنه بيا پيل شوه

author avatar
14 Apr 2014 - 15:51
بلخ کې د قرنطين شوو صندقونو د رايو شمېرنه بيا پيل شوه
author avatar
14 Apr 2014 - 15:51

مزارشريف (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): په بلخ ولايت کې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون له خوا د ناظرينو پر وړاندې د راى پاڼو د قرنطين شوو صندوقونو بيا ځلې شمېرنه پيل شوه.

په مزارشريف ښار کې د شکايتونو کمېسيون مسوولينو له خوا د ټاکنو کمېسيون د رايې پاڼو د صندوقونو په ګودام کې د قرنطين شوو صندوقونو راى شمېرنه دوباره د وري په ۲۵مه د ناظرينو پر وړاندې پيل شوه.

د دغه ولايت د شکايتو کمېسيون مشر دادمحمد انابي د شمېرنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دوی د ۱۱ مرکزونو او يو محل د صندوقونو، چې د دوی لخوا قرنطين پېژندل شوي وو، دوباره شمېرنه پيل شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو صندوقونو کې ډېری د دغه ولايت زارع ولسوالۍ پورې اړوند دي؛ خو تر څنګ د مزارشريف ښار، کشندې، چاربولک، چمتال او شولګر ولسواليو مرکزونه هم شامل دي.

د هغه په وينا، د يادو صندوقونو له سره شمېرنې سره په دغه ولايت کې د شکايتو کمېسيون له خوا د قرنطين او مشکوکو صندوقونو دوباره شمېرنه پيل شوه، چې ممکن دوه درې ورځې وغځېږي.

انابي وويل، چې دغه صندوقونه د هغو ثبت شوو شکايتونو پر بنسټ قرنطين شوي وو، چې تر دې دمه څېړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی ته په بلخ ولايت کې ۱۲۶ شکايتونه شوي، چې لا يې د څېړنې پروسه روانه ده.

د هغه په وينا، څومره چې شکايتونه څېړل کېږي، تر هغو به د صندوقو د قرنطين او دوباره شمېرنې لړۍ روانه وي.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت الله ارمان، چې د قرنطين شوو صندوقونو د دوباره شمېرنه په پروسه کې يې ګډون درلود، پژواک ته وويل، چې د بلخ ټاکنې ښې ترسره شوې؛ خو له دې هم سترګې نه پټوي، چې په ځينو سيمو کې محلي قوماندانانو او زورواکو د درغليو هڅې کړې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه د زارع ولسوالۍ د بيعه سيمې يادونه وکړه، چې دوو محلي قومندانانو د لاسوهنې له امله په دغه سيمه کې د ټاکنو د رايې ورکونې مرکز تړل شوی پاتې شو.

 هغه وويل: ((د زارع ولسوالۍ د بيعه سيمې دوو قوماندانانو هڅه کوله، چې مرکز صندوقونه په خپلو کې سره ووېشي او د ټاکنو کمېسيون له کارکوونکو يې ټول واک واخلي او په خپله خوښه يې غير قانوني ډک کړي، چې دوی مخه ونيوله.))

نوموړي زياته کړه، همدا لامل دی، چې په نننيو قرنطين شوو صندوقونو کې ډېری د زارع ولسوالۍ د مرکزونو اړوند دي.

د هغه په وينا، د شکايتو کمېسون له څېړنو پرته د ټاکنو کمېسيون د ۱۷ محلونو د صندوقونو د قرنطين کېدو وړانديز د ټاکنو خپلواک کمېسون مرکزي دفتر ته کړی دی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.