ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دهلې بند دېوالونه لوړېږي

د دهلې بند دېوالونه لوړېږي

author avatar
14 Apr 2014 - 15:03
د دهلې بند دېوالونه لوړېږي
author avatar
14 Apr 2014 - 15:03

کندهار (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): د برېښنا وزير وايي، د دهلې بند د دېوالونو له لوړولو سره به نه يواځې د کرنې په برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي، بلکې له دغه بند څخه به د شاوخوا ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد امکانات برابر شي.

د اوبو او برېښنا وزير عارف نورزي دغه څرګندونې پرون ناوخته کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دهلې بند د ليدلو پر مهال وکړې.

له هغه سره په دغه سفر کې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال انجنير شجاع الدين ضيايي، د اوبو د حقوقو رييس انجنير حليم، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، د اطلاعات او فرهنګ، عدليې، زراعت او حج او فاقو وزارتونو او په ولسي جرګه کې د کندهار يو شمېر استازو ملتيا کوله.

عارف نورزي وويل، ټاکل شوې د دهلې بند دېوالونه تر ٨ مترو لوړ شي، چې له دې سره به په کندهار کې د کرنې په برخه کې د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او دغه راز به له دغه بند څخه ١٠ مېګاواټه برېښنا هم توليد شي.

هغه زياته کړه، د دغه بند رغونه په ټوليزه توګه د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار د کرنې په وده کې مهم رول لري.

د نوموړي په وينا، پر دې پروژه ٣٠٨ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د امريکا د متحده ايالاتو او افغان دولت په ګډه همکاري ورکول کېږي.

نورزي خبر ورکړ، د نقشې له مخې به د خلکو هغه ملکيتونه استملاک شي چې د دهلې بند د رغولو پر مهال تر اوبو لاندې کېږي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د برېښنا له وزير څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو ملکيتونه دې په دقيقه توګه استملاک شي، تر څو هغوى ذهناً دې ته اماده شي چې د بند د رغولو په چارو کې مرسته وکړي.

هغه له ولسمشر څخه مننه وکړه، چې د دغه بند د رغولو د چارو د پيل کولو په موخه يې کندهار ته پلاوى لېږلى.

د کندهار ولايت د اوبو د تنظيم رييس انجنير شېر محمد عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې ده د دهلې بند اوسني دېوالونه تر ٨ مترو نور لوړ شي، له اوسني بند سره به په خوا کې شپږ نور مرستندوى بندونه جوړ شي، د بند ټولې دخولي او خروجي دروازې به جوړې شي او ټول والونه به نوي شي.

د ده په وينا، د دهلې بند د رغولو چارې څلور کلونه په بر کې نيسي، چې مخکې ورته ١٥٠ ميليونه ډالر ځانګړي شوي وو، چې له مخې به يې دېوالونه تر ٥ مترو لوړېدل، خو وروسته حکومت غوښتنه وکړه، چې د بند دېوالونه دې تر ٨ مترو لوړ شي، چې په دې حساب يې لګښت زيات شو.

هغه وويل، چې په دې توګه به د دهلې بند د اوبو د زېرمه کولو وړتيا د اوس په پرتله څو برابره زياته شي، د کندهار د اوو ولسواليو کرنيزې ځمکې او باغونه به خړوب شي او د دې ولايت ټول نفوس يعنې دوه ميليونه وګړو ته به يې ګټه رسېږي.

ده دا هم وويل، چې د څلورو کلونو لپاره به د کندهار زرګونو اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شي.

دى وايي، د دهلې بند د رغولو پر مهال به کرنيزو ځمکو او باغونو ته د اوبو په رسېدو کې کومه ستونزه نه پېښېږي او د معمول په څېر به ورته اوبه رسېږي.

د کندهار د اوبو د تنظيم رييس وايي، تر دې وړاندې د کاناډ هېواد په ٥٠ ميليونه ډالره لګښت د ياد شوي بند او ارغنداب د اوبو رسولو د تنظيم چارې تر سره شوې، چې په ٢٠٠٩ کې پيل او تر ٢٠١١ کاله يې دوام وکړ.

په دې پروژه کې د دهلې بند د تخنيکي او ساختماني برخو جوړول، د بند او کانالونو د خروجي او دخولي دروازو جوړول، د بند د اړوندو ودانيو، باغ او سړکونو رغول او د کانالونو او ويالو پاکول او کيندل شامل وو.

چارواکي وايي، د دهلې بند د نوې پروژې په بشپړېدو سره به د بند د اوبو د زېرمه کولو وړتيا لوړه شي او د لومړيو کلونو په څېر به د کال ١٢ مياشتې د ټولو ولسواليو ځمکو او باغونو ته اوبه رسېږي.

د دهلې بند د کندهار ښار شمال شرق لوري ته د ٤٠ کيلومترو په واټن په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب پر سيند جوړ شوى، چې د تېرو دېرشو کلونو جنګ جګړو او د نه پاملرنې له امله يې تخنيکي او ساختماني برخې ويجاړې شوې دي.

دا مهال دهلې بند له ٤٠ سلنه رسوباتو څخه ډک شوى، مخکې په دې بند کې ٤٨٤ ميليونه متره مکعبه اوبه زېرمه کېدلې، خو په دې وروستيو کې د څه کم ٣٠٠ ميليونه متره مکعبه اوبو د زېرمې کولو وړتيا لري.

دا بند د اوو ولسواليو شاه وليکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند،ډنډ او دامان کرنېزې ځمکې او باغونه خړوبوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.