ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتياپه ۶ ولسواليو کې د ملي پيوستون او ثبات پروګرامونه پيليږي

د پکتياپه ۶ ولسواليو کې د ملي پيوستون او ثبات پروګرامونه پيليږي

author avatar
15 Apr 2014 - 13:45
د پکتياپه ۶ ولسواليو کې د ملي پيوستون او ثبات پروګرامونه پيليږي
author avatar
15 Apr 2014 - 13:45

ګردېز (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): د پکتيا د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې به په لومړي ځل د ملي پيوستون او ثبات پروګرامونه پيل کړي .

د ياد ر ياست ر ييس انجنير عبدالرحمان رحماني د وري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په روان لمريز کال کې به د دغه ولايت په زرمت، جاني خېلو او وزي ځدراڼ ولسواليو کې د ملي پيوستون لومړی پړاو پيل شي، خو له دې وړاندې په کې د ځينو ستونزو له امله دغه پروګرام نه و پلی شوی.

نوموړی وايي ، د دغو پروګرامو له لارې سلګونه پروژې د کليو د خلکو له خوا غوره او بيا د دوی له خوا ترسره کېږئ، چې د پلي کولو لپاره به يې په يادو دريو ولسواليو کې ۳۷۰ پرمختيايي شوراګانې هم جوړې کړي.

دی وايي، د پکتيا هغه ولسوالۍ، چې پخوا په کې د ملي پيوستون لومړی پړاو پلی شوی و په ځينو کې يې دويم پړاو هم پيلېږي، چې دوی ورته پوره چمتووالی نيولی دی.

د ده په خبره، د سږ کال په اوږدو کې د ملي پيوستون د پروژو لپاره شاوخوا ۷ ميليونه امريکايي ډالره ورکړل شوي، چې هم به د دويم پړاو او هم به په هغو ولسواليو کې، چې دغه پروګرامونه نوي په کې پيل شوي، ولګول شي.

رحماني دا هم وايي، چې د دغه ولايت په دريو نورو ولسواليو سيد کرم، ميرزکه او ځاځي اريوب کې به د ثبات (سيکا) پروګرام پيل کړي.

هغه وايي، چې دغه پروګرام له دې مخکې په شپږو ولسواليو روان و.

نوموړی وايي، د ثبات پروګرامونه د ملي پيوستون ته ورته پروګرام دی او هغه ولسوالۍ، چې دا پروګرامونه په کې پلي شوي ښه پايله يې ورکړې ده.

له بلې خوا د هغو ولسواليو خلک چې د ملي پيوستون دغه پرګرامونه په کې پيلېږي خوښي وښوده او وايي، چې په پلې کېدو کې به يې هر ډول مرسته کوي.

د زرمت ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي انځر پژواک ته وويل، چې دوى د ملي پيوستون د دغه پروګرام له پيله خوښ دي او ډاډ يې ورکړ، چې په پلي کېدو کې به يې هر ډول مرسته وکړي.

نوموړی وايي، زرمت هغه ولسوالي ده، چې په تېرو کلونو کې ډېر جنګونه پرې تېر شوي او د بيارغونې چارې هم په کې کمې ترسره شوې، دولت بايد ورته نوره پاملرنه هم وکړي .

ياده دې وي، په تېرو څو کلونو کې د بيارغونې د نورو چارو تر څنګ خلک د ملي پيوستون له پروګرامونو ناڅه خوښي ښيي ځکه ،چې له يوې خوا يې چارې منظمې او له بلې خوا زياتې کورنۍ په متسقيم ډول ترې ګټه اخلي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.