ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون ” طرحه تصويب شوه

“د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون ” طرحه تصويب شوه

author avatar
16 Apr 2014 - 15:39
“د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون ” طرحه تصويب شوه
author avatar
16 Apr 2014 - 15:39

کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٣): ولسي جرګې د دولت عوايدو د لوړوالي په موخه “د ارزښت پر زياتوالي د ماليې قانون” طرحه د رايو په اکثريت تصويب کړه.

د ياد قانون طرحه د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون له لوري نن عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شوه.

د ياد کمېسيون مشر اميرخان يار وويل، چې پر يادې طرحې د جرګې په کمېسيونونو کې بحث شوى او په اړه يې مخالف نظر شتون نه لري.

د هغه په وينا، دغه قانون ځکه مهم دى، چې له افغانستان سره د بهرنيو مرستو په کمېدو سره د ارزښت پر زياتوالي ماليه کولاى شي د دولت د عوايدو کچه لوړه کړي او تر يوه بريده کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

د هغه په وينا، پر صادراتو سربېره، خوراکي توکي، د روغتيا، زده کړې، بېمې، ديني، بشري او سپورتي خدمتونه او د ملکيتونو اړوندې معاملې له دې ډول ماليې څخه معاف دي.

يار وايي، چې دغه ماليه يواځې پر هغو شرکتونو وضع کېږي، چې پانګونه يې له دوه سوه ميليونه افغانيو لوړه وي.

د ده د معلوماتو له مخې، د دې ډول شرکتونو شمېر په هېواد کې ٤٠٠ ته رسېږي.

هغه زياته کړه: ((دا ماليه پر هغو شيانو نشته، چې زموږ او ستاسو د غريبو خلکو اړتيا ده، دا هغه ماليه ده چې د مثال په توګه موږ په زر ډالرو باندې يو ماشين واخيست او دا ماشين له پاکستان نه راځي نو د دې زرو ډالرو ماليه ترې په تورخم کې اخيستل کېږي، خو کله چې دا ماشين شرکت ته راوړل کېږي او بيا له شرکت نه وځي او ارزښت يې زياتېږي، مثلا په ١٢٠٠ باندې خرڅېږي، بيا د دويم ځل لپاره ترې د همدې دوه سوو نورو ډالرو ماليه اخيستل کېږي خو څومره چې د دغه ماشين قيمت لوړ ځي موږ ترې د هماغو لوړو پيسو ماليه اخلو.))

يار وايي، چې دغه ډول ماليه د نړۍ په ١٤٥ هېوادونو کې اخيستل کېږي او د مالياتو را ټولولو ښه سيستم بلل شوى دى.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له حاضرو ١٢٥ تنو څخه ١١١ تنو د ياد قانون طرحې ته موافقه رايه ورکړه.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې دغه طرحه به د تاييد په موخه ډېر ژر مشرانو جرګې ته واستول شي.

قانون هغه مصوبه ده، چې د ولسي جرګې له تصويب او د مشرانو جرګې له تاييد وروسته د ولسمشر له لوري توشېح شي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.