ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: د ټاکنو وروستۍ پايلې دې په خپل وخت اعلان شي

حامد کرزى: د ټاکنو وروستۍ پايلې دې په خپل وخت اعلان شي

author avatar
17 Apr 2014 - 17:34
حامد کرزى: د ټاکنو وروستۍ پايلې دې په خپل وخت اعلان شي
author avatar
17 Apr 2014 - 17:34

کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي هيله ښودلې، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې په ټاکل شوي وخت خلکو ته اعلان شي.

نوموړي دغه څرګندونې په خپلې ١٥ ورځنۍ راډيويي وينا کې کړې دي.

ده ويلې، چې د وري د ۱۶مې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو بريالۍ ټاکنې، زموږ په هېواد کې د ثبات او امنيت د لاپياوړتيا په لاره کې يو بل پياوړی ګام او پر ولسواکۍ زموږ د خلکو د باور ښکاره ثبوت و.

هغه زياته کړې، په ټاکنو کې د هېوادوالو پراخ ګډون وښودله، چې د افغانستان په خلکو کې پر خپل ځان د اعتماد روحيه خورا پياوړې ده او زموږ خلک بشپړه وړتيا لري، چې خپل ځان، خپل کور او خپل هېواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسيا کړي.

ولسمشر وايي: “اوس چې زموږ په هېواد کې د څښتن تعالی په استعانت او زموږ د خلکو په هر اړخيزه همکارۍ د جمهوري رياست او  ولايتي شوراوو د انتخاباتو لومړۍ او اساسي مرحله په موفقيت سرته ورسېدله، زموږ ټولو دا هڅه ده، چې د دې انتخاباتو نور مراحل هم په بري سرته ورسېږي.”

د نوموړي په وينا، زموږ د ټاکنو بل پړاو د رايو شمېرل، د شکاياتو ثبتول او څېړل دي. د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکاياتو کميسيون د دې مرحلې چارې هم پيل کړي او په بيړه روانې دي.

خو ده ويلي، هيله ده چې د ټاکنو وروستۍ پايلې خلکو ته په ټاکل شوي وخت اعلان شي او نوی ولسمشر له نوي حکومت سره د هېواد د ترقۍ، آرامۍ، سولې او سوکالۍ لپاره لا زيات بريالي ګامونه پرمخ واخلي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په څلورمه او وروستۍ پايلې د همدې مياشتې په ٢٤مه اعلان شي.

ولسمشر وايي، د انتخاباتو مستقل کميسيون او د انتخاباتي شکاياتو له کميسيون څخه زموږ هېوادوال دا هيله لري، چې د انتخاباتي پروسې پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، څو د خلکو اراده تمثيل شي.

هغه زياتوي: “موږ ټول باور لرو، چې زموږ محترم کانديدان به هم د ولس رايو ته په احترام د انتخاباتو مشروع نتايج ومني، څو هېواد د ثبات، اعتماد او ولسواکۍ يو بل روښانه پړاو ته داخل شي.”

د ده په خبره، نوى غوره شوی ولسمشر به د افغانستان د ټولو خلکو جمهور رييس وي او ګران افغانستان به د ملي وفاق تر سيوري لاندې لا اباد او بسيا شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.