ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شمال پر لويه لار ترافيکي پېښه کې درى تنه مړه شول

د شمال پر لويه لار ترافيکي پېښه کې درى تنه مړه شول

author avatar
18 Apr 2014 - 10:45
د شمال پر لويه لار ترافيکي پېښه کې درى تنه مړه شول
author avatar
18 Apr 2014 - 10:45

چاريکار (پژواک ۲۹ ورى ٩٣): په پروان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلورو تنو تنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ياده  پېښه تېره شپه ١٢ بجې د ٣٠٤ مسافر وړونکي او کرولا موټر د ټکر له امله د پروان ولايت د مرکز د چاريکار په هوفيانو سيمه کې رامنځته شوه.

د پروان د ترافيکو مديرت  د تنظيم امر محمديونس پرديسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مړه شوي کسان مور، پلار او ځوان زوى و، چې غوښتل يې په خپل کرولا موټر کې پنجشېر ولايت ته لاړ شي.

هغه زياته کړه، چې په ياده پېښه کې د کرولا يو بل سپرلى ټپي شوى دى.

د ترافيکو مديرت  د تنظيم امر  وايي، چې د ٣٠٤ مسافر وړونکي موټر چلوونکى نيول شوى دى.

د دې کورنۍ يوه خپلوان سرور لطفي پژواک ته وويل: ((د ماما زوى مې خپل ناروغ پنجشېر ايمرجنسي روغتون ته بيوه، چې مسافر وړونکي موټر ورسره ټکر وکړ.))

لطفي وايي، چې د پروان روغتون ډاکټرانو ورته ويلي وو، چې ناروغ يې اپنډکس دى او بايد ژر يې د پنجشېر ايمرجنسي روغتون ته ورسوي، چې په لاره کې له داسې زړه بوږنوونکي پېښې سره مخ شول.

د کابل- شمال لويه لار له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، چې د ترافيکو د چارواکو په وينا ډېرى پېښې د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د پل مټک په سيمه کې هم  د ٣٠٤ مسافر وړونکي موټر او ټېلر د ټکر له امله درى تنه مړه او ١٥ نور ټپيان شوي وو.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.