ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميمنې زندان دوه ساتونکي او يو بريدګر وژل شوي

د ميمنې زندان دوه ساتونکي او يو بريدګر وژل شوي

author avatar
18 Apr 2014 - 10:27
د ميمنې زندان دوه ساتونکي او يو بريدګر وژل شوي
author avatar
18 Apr 2014 - 10:27

دويم تعقيب-ميمنه (پژواک ٢٩ ورى ٩٣): يوې ډلې وسله والو د فارياب ولايت د ميمنې پر زندان بريد کړى چې په پايله کې يې د زندان دوه ساتونکي او يو بريد کوونکى وژل شوي دي.

د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه نهه بجې پنځو وسله والو د ميمنې زندان په يوه مراقبتي برج بريد وکړ، چې وروسته په نښته کې يو بريد کوونکى ووژل شو او نور په تېښته بريالي شول.

هغه زياته کړه، چې د وژل شوي بريدګر مړى په ميمنه کې د افغان-ترک روغتون ته لېږدول شوى دى.

د امنيت امر وايي، چې په دې نښته کې د زندان دوه ساتونکي هم وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

سمونوال نعيم زياته کړه، چې تښتېدلو بريدګرو د زندان د ساتونکو دوه ميله وسله هم له ځان سره وړې ده.

د وژل شوي يوه ساتونکي د تره زوى محمدخان وايي، چې دغه ساتونکى ساتنمن و او تېره شپه يې زنګ ورته وواهه، چې راشه دلته، خو ويې ويل چې سبا درځم، وروسته نښته وشوه، دويم ځلې چې يې زنګ ورته وواهه، بل چا ځواب ورکړ او ويې ويل چې ساتمن وژل شوى دى.

محمد خان چې د فارياب له جنايي جرمونو سره د مبارزې په مديرت کې دنده لري، وويل، چې د تره زوى يې نوى واده کړى و او له يوه کال نه را په دېخوا په محبس کې توظيف و.

د ميمنې زندان شاوخوا د امنيې قوماندانۍ، د ملي امنيت رياست او د ولايت مقام پراته دي او د تېرې شپې نښتې د سيمې خلک اندېښمن کړي دي.

عطامحمد وايي، چې کور يې د زندان په پنځوس مترۍ کې دى، تېره شپه دوى ډوډۍ خوړه، چې لومړى د څو راکټونو او وروسته د ډزو غږونه واورېدل شول.

هغه زياته کړه: ((موږ وارخطا شوو او د شا خونې ته ننوتو، چې زيان را ونه رسېږي.))

د فارياب د عامې روغتيا يو ډاکتر سمير عنايت وايي، چې دوى ته دوه مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د ميمنې په زندان کې شاوخوا ٧٠٠ بنديان ساتل شوي چې تر دوو سوو ډېر له طالبانو سره د تړاو په تور زنداني شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د ميمنې زندان  درې ساتونکي يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي .

نوموړي زياتوي، چې په دې پېښه کې  د ملا عبدالرووف په نامه يو طالب هم وژل شوى دى.

 

 

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.