ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار هوايي ډګر د زندان څېړلو په موخه دولتي پلاوى وګومارل شو

د کندهار هوايي ډګر د زندان څېړلو په موخه دولتي پلاوى وګومارل شو

author avatar
19 Apr 2014 - 20:38
د کندهار هوايي ډګر د زندان څېړلو په موخه دولتي پلاوى وګومارل شو
author avatar
19 Apr 2014 - 20:38

کابل (پژواک ٣٠ ورى ٩٣): ولسمشر کرزي د زندان د شتون د څرنګوالي او د بهرنيو ځواکونو له لوري د يو شمېر زندانيانو د نيولو په اړه، چې اوسمهال د کندهار په هوايي ډګر کې بنديان دي، د څېړنې په موخه يو پلاوى په دنده وګوماره.

د اطلاعاتو رياست او د چارو ادارې د عامه اړيکو په خبرپاڼه کې ويل شوي، د بهرنيو ځواکونو د يو شمېر افغانانو د زنداني کولو او همدارنګه د کندهار په هوايي ډګر کې د توقيف خونې په اړه د ترلاسه شويو لومړنيو معلوماتو په موخه، په دې اړه د حقيقت موندنې يو لوړپوړى پلاوى په دنده وګومارل شو.

په دغه پلاوي کې د ملي دفاع وزارت د نظامي پوليسو قوماندان تورنجنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې مشر او غړى عبدالشکور دادرس، عبدالکريم قانت او د ملي دفاع ادارې د امنيت برخې او د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو ادارې د عمومي رياست کارپوه بريد جنرال انور شاه شامل دي.

د سرچينې په وينا، د ولسمشر د حکم له مخې، ياد پلاوى د بهرنيو ځواکونو له لوري د دغو زندانيانو د نيولو، د دوى د شمېر او څرنګوالي د څېړلو لپاره په دنده ګومارل شوى، ترڅو دغه قضيه په هر اړخيز ډول وڅېړي او د نيول شويو زندانيانو د برخليک ټاکلو، د دوى د لېږد او د دغه زندان د بندولو لپاره اړين او قانوني اقدامات وکړي.

دغه پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د خپلو اجرااتو راپور ژر او په خپل ټاکلي وخت د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.