ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روږدي؛ زيانمن او هېر شوي ناروغان

روږدي؛ زيانمن او هېر شوي ناروغان

author avatar
19 Apr 2014 - 09:43
روږدي؛ زيانمن او هېر شوي ناروغان
author avatar
19 Apr 2014 - 09:43

په افغانستان کې پر نشه يي توکو پر روږدو کسانو د درملنې په برخه کې ميليونونه ډالر لګول کېږي، خو بيا هم د ٩٨ سلنه روږدو کسانو د درملنې زمينه نه ده برابره او هر کال د هغوی له ډلې لسګونه کسان د سړکونو پر سر ژوند له لاسه ورکوي.

د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د قانون د تنفيذ او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (INL) د ٢٠١٢ کال سروې څرګندوي، چې په افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر يو اعشاريه شپږ (١،٦) ميليون کسانو ته رسېږي، چې دغه شمېره د ٢٠٠٩ زېږديز کال په پرتله ٧٠ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

په ٢٠٠٩ کال کې، د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) سروې څرګندوي، چې په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر ٩٤٠٠٠٠ زره کسانو ته رسېږي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې يې ٨٠ سلنه نارينه، ١٣ سلنه ښځې او ٧ سلنه نور ماشومان جوړوي.

د ازادو رسنيو مشارکت (IMC) لاسته راوړنې ښيي، چې اوسمهال د هېواد په کچه د روږدو کسانو لپاره د درملنې ١٠٥ مرکزونه شته دي، چې هر کال د ٢٥ زره کسانو د درملنې وړتيا لري.

د ازادو رسنيو مشارکت، په هېواد کې د روږدو کسانو د ستونزو په موخه په کابل، غزني، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندوز، تخار، غور، خوست، فراه او پکتيکا ولايتونو کې له سلو روږدو کسانو سره خبرې کړې دي.

د دې څېړنې له مخې، له دې ډلې ٧٨ سلنه هيرويين، ١٧ سلنه ترياک، درې سلنه يې شيشه او پاتې دوه سلنه يې چرس کاروي.

همدارنګه ٥٠ سلنه پوښتل شوي کسان په ايران، ٧ سلنه يې په پاکستان او پاتې ٤٣ سلنه يې په هېواد کې پر نشه روږدي شوي او ويلي يې دي، چې د هجرت پر مهال ډېرې ستونزې، بې روزګارۍ، له روږدو کسانو سره ناسته پاسته او داسې نورې ستونزې، پر نشې د دوى د روږدي کېدو لامل شوي دي.

پوښتل شوو، د کافي امکاناتو نه شتون، د درملنې د تعقيبي پروګرامونو نه شتون او له درملنې وروسته يو ځل بيا اخته کېدل، د پوليسو، عامو خلکو او کورنيو له تبعيض ډک او ناسم چلند او د اړوند بنسټونو له لوري د دوى ستونزو ته نه لاسرسى، د دغه قشر عمده ستونزې بللې دي.

خو چارواکي بيا د کافي بوديجې نه شتون، په دې برخه کې د نړيوالو بنسټونو نه پاملرنه او د اړوند ادارو تر منځ د همغږۍ نه شتون، دغو ستونزو ته د نه لاسرسي عامل بولي.

کم امکانات او په درملنه کې ستونزې

دوولس سلنه پوښتل شوو ويلي، چې درملنه يې روانه ده او ٣٧ سلنه وايي چې تر دې مهاله يې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه نه ده کړې، د ٢٩ سلنو يې درملنه شوې خو بيا يې نشې ته مخه کړې ده او ١٨ سلنه نورو ويلي، چې روغتيايي مرکزونو ته يې مراجعه کړې، خو ونه منل شول او څلور سلنو يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د غزني يو اوسېدونکى ٣٧ کلن علي، چې په هيرويينو روږدى دى، وايي: “ما څو ځلې شل بستره روغتون ته مراجعه کړې او اوس هم درې مياشتې کېږي، چې حاضري ورکوم، خو هغوى راته وايي چې موږ ځاى نه لرو، په داسې حال کې چې هلته شپږ کسان هم بستر نه دي او کله چې بهرنيان هم راځي نو له دغه ځاى څخه کرايي کسان وړي. کله چې هغوى لاړ شي نو هغوى بيرته را بهر کړي.”

خو په عامې روغتيا وزارت کې د نشه يي توکو د کموالي د غوښتنې ډيپارټمنټ مشر ډاکټر فواد عثماني وايي: “زموږ روغتونونه همېشه ناروغان لري او ان تر دې چې د پنځوسوو ناروغانو په روغتون کې ٦٠ ناروغان هم ځايوي، زموږ يوازېنۍ ستونزه د بسترونو کمښت دى، مثلاُ موږ په غزني کې يو شل بستره روغتون لرو او په ټوله کې د موسسو مرکزونه هم سره جمع کړو کېداى شي له ٨٠ تر ١٠٠ بسترونو پورې ورسېږي، د غزني په څېر په لوى ښار کې ډېره ستونزمنه ده، چې ټولو روږدو کسانو ته دې خدمتونه وړاندې شي.”

د درملنې د تعقيبي پروګرامونو نشتوالى

د پوښتل شوو د ٢٩ سلنې څخه يو، چې ويل يې يو ځل يې درملنه شوې او بېرته يې نشه يي توکو ته مخه کړې، وايي چې د روږدو له درملنې وروسته هېڅ ډول د درملنې تعقيبي پروګرام نشته.

نوموړى چې د جلال اباد ښار اوسېدونکى دى او د نوم له اخيستلو ډډه کوي، وايي: ((ډېرى هغه کسان چې بستر او خارجېږي، بېرته نشه يي توکو ته مخه کوي، ځکه چې په دې برخه کې ورته تعقيبي پروګرامونه نشته.))

د غزني د مرکز د سفنده کلي اوسېدونکى ٢٣ کلن کريم الله د کار نشتوالي ته اشاره کوي او وايي: ((زه درې مياشتې په ګردېز او درې مياشتې هم په غزني کې بستر وم، کله چې ښه شوم د کار زياته لټه مې وکړه، خو پيدا مې نه کړ او همدا د دې لامل شو، چې بېرته نشه يي توکو ته مخه کړم.))

 په بلخ کې يو ٤٠ کلن روږدى امان الله وايي: ((خپله مې تر اوسه مرکز ته د درملنې لپاره مراجعه نه دې کړې، خو نور ملګري مې چې تللي، له دې امله چې درملنه يې سمه نه ده شوې، نو پرته له دې چې کور ته ولاړ شي همدلته (د روږدو د ټولېدنې ځاى) ته راغلي او نشه يي توکي يې کارولي دي.))

 په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازى او د دې جرګې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمېسيون غړي احمدشاه اعتمادي د کار زده کولو پروګرامونو او روږدو ته د کاري فرصتونه نه مساعدول، بېرته نشې ته د روږدو د راتګ لامل بولي او اړوند چارواکي يې په دې برخه کې په ټنبلۍ تورنوي.

 اعتمادي وايي: ((له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مکلف دى، څو د روږدو کسانو د درملنې ظرفيت اوچت کړي، خو وروسته له دې بيا د کار او ټولنيزو چارو وزارت، کرنې وزارت، او ځينو نورو وزارتونو دنده ده، چې د کارموندنې زمينه ورته مساعده کړي.))

په ورته وخت کې د هېواد د عامې روغتيا وزارت سربېره پر دې، چې نشه يي توکو ته د روږدو بېرته راتګ اوچت بولي، د دغو کسانو شمېر ورسره نه شته.

د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د کمواولي د تقاضا څانګې رييس ډاکټر فواد عثماني وايي، چې تعقيبي پروګرامونه شته، خو په ټولو پړاوونو کې درملنه منظمه نه ده، له همدې امله د روږدو بېرته را ګرځېدنه ډېره زياته ده.

نوموړي په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې پروګرام له بېلابېلو پړاوونو( درملنې ته د هڅونې دوه اونيز وخت، د بستر په دننه د درملنې ٤٥ ورځنۍ دوره، د ساحوي ډلو له خوا تعقيبي درملنه، خپله د درملنې مرکزونو ته د روږدو مراجعه د ناروغ د وضعيت تر ښه کېدو پورې) څخه جوړ بولي او وايي، هغه شمېر ناروغان چې په مرکز کې د درملنې ٤٥ ورځنۍ دوره تېروي، که د کوم کسب و کار د يادولو لېوالتيا ولري، نو د درملنې مرکز له خوا د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته ور پېژندل کېږي، څو د حرفو په روزنيزه دوره کې شامل شي.

هغه زياتوي: ((بېرته نشې ته راستنېدل يواځې زموږ په روغتيايي کارکوونکو پورې اړه نه لري، کله چې حرفه او کسب نه وي او زموږ ناروغان له درملنې وروسته وزګار پاتې شي، د کورنۍ اقتصاد يې خراب وي، په ساحه کې د ګروپي ملګرو فشار زيات وي، روږدېدنې ته هڅونکي هم کم نه وي، نشه يي توکي ارزانه وي، د نشه يي توکو قاچاق وړونکو ته جزا ورنه کړل شي، کله چې لاس پلورونکي روږدو ته نږدې نشه يي توکي وپلوري، نو خپله روږدېدنې ته د ناروغانو ور ګرځېدل زياتېږي.))

 له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د پاليسۍ او پلان جوړونې چارو مرستيال محمدابراهيم ازهر په چاپېريال کې شته لاملونه او اسباب بېرته نشې ته د روږدو کسانو د راګرځېدو سبب بولي.

نوموړى وايي: ((د بېرته راګرځېدلو روږدو درملنه لري، چې شمېر يې د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې له ٦٠ سلنې اوچت دى، خو زموږ په هېواد کې چې په چاپېريال کې د بېرته را ګرځېدو اسباب او لاملونه زيات دي، موږ پرې کار کوو او د راتلونکي لپاره هم پلانونه لري او زموږ په راتلونکي پلان کې ده، چې وکولى شو، تر پنځو راتلونکو کلونو پورې د نشه توکو د کارونې په برخه کې ٣٠ سلنه کمښت راولو او د روږدو درملنه زموږ په لومړيتوبونو کې ده.))

په داسې حال کې، چې په هېواد کې د روږدو درملنې ١٠٥ مرکزونه شته، خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال واصل نور مهمند وايي، چې اوسمهال دغه مرکز په هېواد کې د روږدو کسانو لپاره د کسب او حرفې د زده کړې يواځې يو مرکز لري.

هغه وايي: ((په ١٣٩٠ کال کې د وزيرانو شورا څلور وزارتونه مکلف کړل، چې د روږدو د ټولونې، درملنې او کار موندنې په برخو کې يو پروګرام جوړ کړي او د وزيرانو شورا د همغه پرېکړې له مخې د کارموندنې او کسب زده کونې مسووليت د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته وسپارل شو، چې په ١٣٩٢ لمريز کال څلور سوه کسان (دوه سوه نارينه او دوه سوه ښځې) د حرفې په برخه کې وروزل شول.

د ده په خبره، دا پروژه د “کولمبو پلان” له خوا تمويل شوې او ټاکل شوې چې د کولمبو پلان د مرستو په دوام سره په نوي کال کې ٥٠٠ نور کسان هم دغه پروګرام ته داخل شي.

“کولمبو پلان” د يوه نړيوال بنسټ په توګه له ٢٠٠٣ کال نه را په دېخوا په افغانستان کې پيل شوى او د افغانستان له نشه توکو سره د ملي مبارزې د ستراتيژيو د پروګرامونو جوړولو په برخه کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت سره همکاري لري.

د کولمبو پلان يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل په دغه راپور کې يې نوم ياد شي وويل، چې دا اداره په ټول افغانستان کې د روږدو د درملنې ٤٤ مرکزونه لري، چې کلنۍ ظرفيت يې تر ٩٠٠٠ کسانو پورې دى.

هغه همدارنګه زياته کړه، چې دا اداره د ١٦ ولايتونو په ٢٠٠ ښوونځيو کې له اعتياد څخه د مخنيوي روزنيز پروګرام لري. هغه زياته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت په چوکاټ کې د حرفوي روزنو په پروژه کې د ٤٥٠ کسانو درملنه د لسو نورو مياشتو لپاره غځول شوې ده.

خو په کابل کې د “کمپ مادر” په نامه د روږدو کسانو د درملنې د يوه مرکز بنسټګره ليلا حيدري وايي: ((زموږ حکومتي دستګاه يوه چټله دستګاه ده، ښايي په عامې روغتيا وزارت کې تعقيبي پروګرامونه وي، خو تعقيب يې ناسم دى او شايد يو څوک وي، چې وخت ناوخت روږدي کنټرول کړي، څو نشه يي توکو ته مخه نه کړي. خو فکر کوئ چې په افغانستان غوندې ټولنه کې دا کار وشي؟ خلک خپله اصلي دنده او کار ترسره کوي، انساني او خلاقي دنده خو لا بل خوا پرېږده.))

په ورته وخت کې د کاپل ښار د پنځمې ناحيې يو روږدى عبدالحميد وايي، چې تر اوسه يې هېڅ کوم مرکز ته د درملنې لپاره مراجعه نه ده کړې. هغه د دې چارې لامل د تعقيبي پروګرامونو نه شتون وباله او زياته يې کړه: ((تر اوسه مې هېڅ کوم مرکز ته مراجعه نه ده کړې، ځکه چې د نشې پرېښودل ګران کار دى، کله چې موږ درې ورځې نشه يي توکي ونه کاروو، نو دا معنا لري، چې دا کار مو پرېيښى، خو تر ټولو مهم له دې نه وروسته ستونزې دي، چې څنګه خپل ځان بېرته په نشه يي توکو له روږدېدو وژغورو.))

خو د هرات د انجيل ولسوالۍ د ده کمر کلاغ اوسېدونکى ٣٠ کلن هاشم وايي، چې تر اوسه يې د درملنې د مرکزونو او د درملنې مرکزونو د څرنګوالي څخه د نه خبرتيا په سبب د نشې د پرېښودلو لپاره هېڅ مرکز ته مراجعه نه ده کړې.

روږدو ته د درملنې او هغې ته د هڅولو په اړه پوهاوى

سره له دې چې د درملنې مرکزونو ته د مراجعې په برخه کې د روږدو کسانو خبرول او هڅول اهميت لري، خو ٤٦ سلنه پوښتل شوو ويلي، چې هېڅ کوم ارګان دوى د درملنې لپاره نه دي هڅولي.

خو د پوښتل شوو ٤٧ سلنې بيا ويلي، چې روغتيايي کارکوونکو دوى درملنې ته هڅولي او اوه سلنه نورو په دې برخه کې هېڅ ځواب نه دى ورکړى.

د کابل ښار د پل سوخته سيمه کې د روږدو کسانو د ټولېدنې په ځاى کې يوه پوښتل شوي ٦٢ کلن روږدي ظاهر خادمي په دې اړه، چې ايا د دغه محل روږدي کسان چا درملنې لپاره هڅولي که نه ؟ وويل: ((يواځې يو ځل څو کسان راغلل، يو شمېر يې له ځان سره کوم سالون ته يوړل، نو هلته يې د څه د لاسته راوړلو لپاره ترې تصويرونه او فلمونه واخيستل او په هماغه ساعت يې بېرته را و ايستل، حتى يوه پياله چاى يې هم نه و ورکړى. همدا اوس که روغتون وي، نو زه حاضر يم چې ورشم هلته د خپل ځان درملنه وکړم او که مړ کېږم هم نو په هغه روغتون کې دې مړ شم. والله بالله چې بېزار يم، خو څه وکړم، چېرته ولاړ شم او چا ته ووايم.))

خو د کابل ښار په پل سوخته سيمه کې يو بل پوښتل شوى ٣٥ کلن کريم احمدي وايي: ((هو د جنګلک او نجات سنټر څخه راځي. تل وايي، چې راشئ بستر شئ، خو کله چې ورشو نو له واسطې پرته موږ نه بستروي، هېڅ زړه سوى نه شته، چې واقعاً وغواړي موږ او دې وطن ته خدمت وکړي.))

 خو د جلال اباد ښار اوسېدونکى ٢٠ محمداصف، چې په هيروينو روږدى دى وايي، چې د روغتيايي کارکوونکو په هڅونه يو ځل په روغتون کې بستر شوى، خو په روغتون کې د شته ستونزو له امله يې درملنه نه ده بشپړه شوې.

هغه وايي: ((خپله يو ځل په روغتون کې د يوې مياشتې لپاره بستر شوم، کله مې چې روغتيا يو څه ښه شوه، نو اشتها مې ورسره زياته شوه، دوى موږ ته کافي ډوډۍ نه راکوله، نو ځکه بيا نه غواړم چې هلته ورشم.))

د عامې روغتيا وزارت کې د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ رييس ډاکټر فواد عثماني مني، چې په دولتي مرکزونو کې د روږدو درمنله کې ستونزې شته.

هغه وايي: ((موږ اوسمهال د هر ناروغ لپاره په ٢٤ ساعتونو کې ٨٥ افغانۍ لرو، چې دا مبلغ کفايت نه کوى او په دې شمېر سره د ناروغ مړول ستونزمن دي او هغه بوديجه چې د ناروغانو د ډوډۍ لپاره په نظر کې نيول شوې؛ ډېره کمه ده.))

خو هغه څرګنده کړه، چې د عامې روغتيا وزارت د دې ستونزې د لرې کولو لپاره د وزيرانو شورا ته وړانديز کړى، چې يادې پيسې دې ١٥٠ ته لوړې کړي.

هغه وويل، چې دا ستونزه د خصوصي مرکزونو په روغتونونو کې، چې په خصوصي موسسو پورې اړوند دي، نه شته، ځکه چې دا مرکزونه د هر ناروغ پلپاره په ساعت کې پنځه امريکايي ډالره(٢٨٥ افغانۍ) په پام کې لري.

نوموړى وايي، چې روغتيايي کارکوونکي د روږدو کسانو د ټولېدنې محلونو ته ځي او هغوى درملنې ته هڅوي او يواځې دوه اونۍ هڅونې د روږدو درملنې د پروګرام برخه ده.

د درملنې ټيټ ظرفيت

د عامې روغتيا وزارت د نشه توکو د تقاضا د کمښت ډيپارټمنټ ريي عثماني وايي، چې په هېواد کې د روږدو درملنې موجود مرکزونه، هر کال له ٢٠٠٠٠ څخه تر ٢٥٠٠٠ پورې روږدو د ځايېدو وړتيا لري.

٢٥٠٠٠ روږدي د ټول هېواد د روږدو کسانو يو عشاريه شپږ برخه جوړوي.

خوعثماني وايي: ((ټول روږدي درملنې ته اړتيا نه لري، په دې يو اعشاريه شپږ ميليونه روږدو کې له ٢٣٠ څخه تر ٢٥٠ زرو پورې روږدي درملنې ته اړتيا لري. موږ يواځې د سختو يا ژورو روږدو لپاره د درملنې پروګرامونه لرو، چې ٢٥٠ زره کسان کېږي او زموږ کلي ظرفيت پنځه عشاريه نهه سلنې ته رسېږي، چې په روغتونو کې د بستر، په سراپا مرکزونو کې درملنه، کور په کور درملنه او ساحوي فعاليتونه په کې شامل دي.))

دا په داسې حال کې ده، چې٢٥زره د ٢٥٠ زرو لس سلنه جوړوي، خو عثماني په دې برخه کې د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل: ((ستاسې محاسبه سمه نه ده.))

د عثماني په خبره، ټاکل شوې، چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په دايکنډي، لوگر، پنجشېر، سرپل او بادغيس ولايتونو کې هم د درملنې مرکزونه جوړ شي.

خو د نشه يي توکو او جرم د کمښت د تقاضا لپارهد ملګرو ملتونو ادارې (UNODC) کارکوونکى ډاکتر نصيراحمد صافى وايي، چې په هېواد کې ټول روږدي درملنې ته اړتيا لري.

هغه زياتوي: ((يو اېن او ډي سي، په ٢٠٠٩ کال کې ځينې شمېرې خپرې کړې او پر بنسټ يې وويل شول، چې په افغانستان کې نږدې يو ميليون روږدي ستونزه جوړوونکي وګړي شته او او همدا يو ميليون روږدي ستونزه جوړونکي دي او درملنې ته اړتيا لري. د اى ان ال (د نشه يي توکو سره دمبارزې او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د قانون پلي کولو اداره) د سروې له مخې هم ويل شوي، چې نشه يي توکي له يوه عشاريه درې ميليونو څخه تر شپږ ميليونو پورې دي، چې ټول درملنې ته اړتيا لري.))

په ورته وخت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په افغانستان کې د روږدو د درملنې کلنى ظرفيت ٢١ زره کسان ګڼي.

د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت کې د نشه يي توکو د کمښت د تقاضا رييس محمد ناصرشريفي هم د اى ان ال تازه شمېرې قبلوي او وايي، دا شمېرې په هېواد کې ټول روږدي په برکې نيسي، چې له بېلابېلو نشه يي توکو کار اخلي.

نوموړى هم وايي، چې ټول دغه کسان درملنې ته اړتيا لري.

شريفي همدارنګه وويل، په هېواد کې د نشه يي توکو د دتقاضا کمښت ملي پاليسۍ ته په پام سره، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې د اجرا وړ ګرځېدلې، د افغانستان حکومت اوسمهال يواځې د ترياکو او هيرويينو د روږدو لپاره د درملنې پروګرام لري.

هغه وايي: ((د نشه يي توکو د تقاضا د کمښت ملي پاليسسي له مخې، يواځې په ٢٠٠٩ کال کې د شوې سروې له مخې د ترياکو او هيرويينو د روږدو کسانو شمېره ٣٥٠ زره کسه ده، چې زموږ پر لومړيتوبونو کې راځي او زموږ لپاره ستونزه جوړوونکي دي او د وړاندې شوې درملنې د ظرفيت په برخه کې هم، چې نږدې ٦ سلنه کېږي، د هماغو ٣٥٠ زرو پر بنسټ دي، په لومړي قدم کې موږ بايد هماغه ٣٥٠ زرو ته پاملرنه وکړو.))

د درملنې په مرکزونو کې ناسم چلند

بلخوا د درملنې په مرکزونو کې د مرکزونو د چارواکو له خوا له روږدو سره ناسم چلند هم د هغوى د نيوکې وړ ګرځېدلى دى.

د پوښتل شوو له ډلې ١٦ سلنو د ازادو رسنيو مشارکت ته ويلي، چې د درملنې مرکزونو د مسوولينو چلند له روږدو سره ښه نه دى، ٤١ سلنه يې بيا ستاينه کوي او پاتې نورو يې په دې برخه کې نظر نه دى ورکړى.

په کابل ښار کې د هيرويينو يو کاروونکى ١٨ محمد ارشاد وايي: ((کله چې ډاکټر ته ورشو، بد چلند کوي، وهي ډبوي مو، داسې هم شوي، چې ناروغانو د همدې چلند له مخې روغتون پرېښى وي.))

په کابل کې د نوراقا په نوم يوه بل ٢٧ کلن هيرويين کاروونکي هم په دې اړه وايي: ((يو حل راغلل، موږ يې ټول کړو او جنګللک ته يې درملنې له پاره يوړو، کله چې هلته ولاړو، هلته يې ځايونه را باندې کړل کړل او بيايې پرېښودو . نږدې ٢٢ کسه يې وړي وو.))

خو د عامې روغتيا وزارت د ناروغانو سره د چارواکو هر ډول ناسم چلند ردوي.

ډاکټر عثماني وايي: ((روږدى ناروغ ډېر کم رښتيا وايي او کوښښ کوي، چې حقيقت پټ کړي، له ناروغانو سره زموږ د روغتيايي پرسونلو چلند ښه دى، موږ ستونزه نه لرو، يواځې په هغو مواردو کې، چې ناروغان زموږ همکاران ځوروي، د بې نظمۍ او ګډوډۍ سبب ګرځي، نو د کارکوونکو له خوا ورته نصحت کېږي او نيوکه پرې کېږي، خو تاوتريخوالى ورسره هېڅ وخت نه دى شوى.))

د مسوولو بنسټونو نه پاملرنه

د پوښتل شوو ٤٣ سلنې ويلي، چې مسوول بنسټونه دوى ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي، څلور سلنې ويلي، چې د دوى ستونزو ته پاملرنه شوې، ٢٣ سلنې يې د مسوولو بنسټونو پاملرنه کمه بللې او ٣٠ سلنې يې هېڅ ځواب نه دى ورکړى.

په کابل ښار کې يو روږدى، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وايي: ((هېڅ پاملرنه نه ده شوې، ځيني روغتونونه جوړ شوي، چې هغه هم نتيجه نه ورکوي، چارواکي بايد د هغو پر ځاى د ساقيانو مخه ونيسي، چې اوسمهال د کابل په شپږو برخو کې دا توکي پلورل کېږي. دا کسان دې ونيسي او مواد دې پرې بند کړي، په دې صورت کې روږدي خپله نشه پرېږدي، خو که پيدا شي، نو چې هر ځاى وي پسې ورځي.))

د کابل ښار اوسېدونکي ١٨ کلن احمد راشد، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې هيرويين کاروي، وويل: ((هېڅ پاملرنه نه کوي، پوليس راځي، هغه مواد او يا پيسې چې په ستونزو مو پيدا کړې، راڅخه اخلي، فکر کوم چې دوى دې د دغه کار پر ځاى ولاړ شي د دې توکو د پلورونکي سوداګرو مخنيوى دې وکړي. که دغه کار وکړي، نو ستونزه حل کېږي، په علي مردان بڼ او د کابل څلوېښت متره سړک کې ټول د نشه يي توکو پلورونکي د پوليسو او امنيت د سترګو پر وړاندې توکي پلوري، دوى ته څه نه وايي، راځي موږ وهي ډبوي.))

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي روږدي د ټولنې زيانمن شوى قشر ګڼي، خو دوى هم وايي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې دې قشر ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وياند رفيع الله بيدار وايي: ((سره له دې چې په تېرو دوولسو کلونو کې د ټولنې ځيني محرومو اقشارو لکه ښځو، ماشومانو، معلولينو، کوچيانو او کورنيو بې ځايه شوو ته نسبي پاملرنه شوې، خو روږدي په بشپړ ډول هېر شوي دي.))

خو له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د پاليۍ او پلان جوړونې چارو مرستيال محمد ابراهيم ازهر نشه يي توکي يوه ملي معضله وبلله او ويې ويل، تر څو چې د دغو توکو د ورکولو لپاره يوه ملي ژمنه او هوډ نه وي، ستونزمنه ده، چې يوه يا دوې ادارې د دې ښکارندې پر وړاندې مبارزه وکړي او د ټولو روږدو ستونزې دې حل کړلى شي.

ازهر زياتوي:((موږ د ٩١ کال په پرتله، چې د درملنې ٤٥ مرکزونه مو لرل او هر کال مو د روږدو کسانو د درملنې ظرفيت له ١٠ زرو څخه زيات نه و، اوسمهال مو دا ظرفيت ٢١٠٠٠ ته اوچت کړى دى او د مرکزونو شمېره هم په ټولو ولايتونو کې ١٠٥ ته اوچته کړې ده.

 د درملنې د نورو سترو او پراخو مرکزونو په اړه هم پلانونه لري، چې د روږدو لپاره د درملنې کمپلکسونه دي او د هېواد په اوو ولايتونو کې تصميم لرو، چې د وزارت له ښو کړنو د ستاينې پروګرام له پيسو يې جوړ کړو، د دې يوه بېلګه هم د هلمند ولايت کې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت کمپلکس دى، چې کار يې اويا سلنه تر سره شوى، همدارنګه په ننګرهار کې يو همداسې کمپلکس د څلور ميليونه ډالرو په لګښت جوېږي، چې لس سلنه کار يې ترسره شوى دى. په همدې ډول په پام کې لرو، چې د هېواد په پنځو نورو زونونو کې هم ورته کمپلکسونه د کسب او حرفې د زده کړې په برخه کې د روږدو د ظرفيت لوړولو لپاره ولرو.))

خو په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازى احمدشاه اعتمادي له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت پر وزارت نيوکه کوي او د دغه وزارت له خوا ټولې جوړې شوې پاليسۍ ناکامې بولي او وايي: ((د ټولو په سر کې د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مستقيم مسووليت لري. تر اوسه ددې وزارت خبره دا وه، چې موږ يو پاليسي جوړونکى وزارت يو او اجراات د نورو ارګانونو کار دى. زموږ خبره دا ده، چې د دغه وزارت د اوو يا اتو کلونو عمر له تېرېدو سره بيا هم تر کومه پاليسي ګانې جوړوي؟ په داسې حال کې، چې په خپلو سترګو ګورئ، چې جوړې شوې پاليسۍ ځواب نه شي ويلى او موږ ورڅخه مطلوبه پايله نه ده ترلاسه کړې.))

خو له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې ستونزه په پاليسو کې نه، بلکې د بنسټونو په نه همکارۍ کې ده.

ازهر وايي، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت يو پاليسي جوړوونکى وزارت دى او پاليسي هم د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو بنسټونو په همکارۍ جوړوي، خو عملي کوونکي ارګانونه يې په ډېره کمزورۍ سره پلي کوي.

هغه وويل، دا چې دغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې په سر کې دى، نو په دې برخه کې د فعاليتونو د همغږي کولو لپاره په هرو پنځلسو ورځو کې د اړوندو ادارو په ګډون ناستې رابولي، خو ځيني ارګانونونه په دې برخه کې د خپلو پاليسو او ژمنو عملي کولو ته ژمن نه دي.

خو په کار او ټولنيزو چارو وزارت کې چارواکي وايي، چې د حرفوي زده کړو په برخه کې يې ځيني کارونه کړي او د حرفوي روزنو يو مرکز يې جوړ کړى دى.

همدارنګه د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره دمبارزې معينيت وياند مهدي کاظمي وايي، ګڼ نشه يي توکي او پلورونکي يې په ١٣٩٢ لمريز کال او تر هغې وړاندې کشف او نيولي او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې هم د نشه يي توکو له لاس پلورونکو څخه د کابل ښار د پاکولو په موخه چاڼيز عمليات ترسره کړي.

د بوديجې کمښت

اوسمهال په کلني ډول د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې له خوا په کلني ډول نږدې ١٤ ميليونه ډالره د روږدو د درملنې په برخه کې لګېږي، خو مسوول بنسټونه دا شمېره د هېواد ټولو روږدو ته د لاسرسي په برخه کې کمه ګڼي.

ډاکټر فواد عثماني وويل: ((هغه بوديجه چې د عامې روغتيا وزارت لپاره تخصيص شوې، په روان کال کې ٣ ميليون ډالره ده، دا ډېره کمه ده. خو د دې خلاف هغه موسسات او انجيوګانې، چې د نشه يي توکو په برخه کې کار کوي، کلنۍ بوديجه يې ١١ ميليون ډالره ده. په دې صورت کې په ټول افغانستان کې هر کال په نشه يي توکو د روږدو درملنې ته ١٤ ميليون ډالره بوديجه شته.))

 د عثماني په خبره، د بوديجې کمښت او د حکومت پر لومړيتوبونو کې د کاري لومړيتوبونو نشتوالى د روږدو د درملنې په برخه کې له بنسټيزو ستونزو ګڼل کېږي. هغه زياتوي: ((اوسمهال د مور او ماشوم مړينه او يو شمېر نورو ناروغانو لکه ملاريا، توبرکلوز او لشمانيا په لومړيتوب کې دي او له بده مرغه چې دغه قشر (روږدي) هېر شوي دي او د افغانستان دولت د روږد د درملنې لپاره تخصيص نه ورکوي او د عامې روغتيا وزارت د روږدو د درملنې لپاره هم لومړيتوب نه لري.))

د ده په خبره، سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت د نشه يي توکو د کمښت تقاضا ډيپارټمنټ په بيا بيا دا موضوع د عامې روغتيا او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارتونو له چارواکو او نورو اړوند دولتي همکارانو سره شريکه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې پاملرنه نه ده شوې.

هغه ګواښ کوي: ((که چېرې دې معضلې ته جدي پاملرنه ونه شي، نو که ترهګري او جګړه ونه توانېده، چې افغانستان د مرګ تر کومې ورسوي، خو نشه يي توکي به يې د تباهۍ خوا ته سوق کړي.))

په ورته وخت کې سره له دې چې د عامې روغتيا وزارت د بوديجې د کمښت خبره کوي، خو د هېواد په ماليې وزارت کې چارواکي وايي، چې په تېر کال کې عامې روغتيا وزارت نه دى توانېدلى، چې په دې برخه کې تخصيص شوې پيسې ولګوي.

د ماليې وزارت د بوديجې عمومي رييس مسعود کمال وويل: ((په ١٣٩٢ لمريز کال کې په ټول هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو عملياتي بوديجه ٣.٦ ميليون ډالره وه، چې د وروستيو شمېرو له مخې، دوى درې ميليونه لګولې او شپږ سوه زره ډالر يې د ٩٣ کال بوديجې ته ولېږدول شول، که چېرته دوى لګولى واى، نو شمېرې يې بايد له موږ سره صفر واى او د ٩٣ کال بوديجه (د تېر کال د شپږ سوه زره پاتې شوو ډالرو سره) هم ٣.٦ ميليونه ډالره ده.

 دى همدارنګه وايي، چې د ماليې وزارت نږدې ٢٠ ميليونه نور ډالر د روغتيونو د حفظ او مراقبت لپاره په پام کې نيولي، چې دعامې روغتيا وزارت کولى شي، د روږدو د روغتونونو لپاره هم ترې کار واخلي.

هغه زياته کړه: ((د عامې روغتيا وزارت ته زموږ وړانديز دا و او دى، چې د روږدو په برخه کې د روغتون له نورو څانګو بېله نه کړي، هغه بوديجه، چې له پراختيايي او هم عادي برخې څخه ورته ځانګړې کېږي، د روږدو روغتونونه دې هم د دې ډلې نه وشمېري، ځکه چې په متفرقه ډول دې قشر ته لاسرسى نه کېږي، د دولت له بوديجې او تمويل کوونکي دې د غوره او ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار واخيستل شي.))

 کمال وايي: ((موږ له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې زياتې پيسې لرو، چې د دوو بهرنيو تمويل کوونکو له خوا د افغانستان له بوديجې سره مرسته کېږي، مديريت يې هم له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت کوي. د بېلګې په ډول يواځې ١٥ ميليونه ډالره له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت کې د ښو کړنو د ستاينې تر نوم لاندې پروژه کې ټول شوي، چې په ځانګړي ډول د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړلو او نشه يي توکو د قاچاق په برخه کې کارېږي. په لومړيو کې زموږ وړانديز هم دا و، چې دوى خپل پروپوزلونه جوړ کړي او له شته بوديجې نه اعظمي کار واخلي.))

د ده په خبره، وروسته پر دې هوکړه وشوه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له دې پيسو څخه دې، د روږدو کسانو د درملنې د روغتون په جوړولو کې کار واخيستل شي. د عامې روغتيا وزارت به د روږدو درملنې لپاره د ځانګړو شوو درې عشاريه شپږ ميليونه ډالرو څخه په عملياتي برخه (د تنخواوو ورکول، د حفظ او مراقبت لګښتونه، د درملو لګښت او طبي او روغتيايي تجهيز) په برخه کې کار اخلي.

بلخوا بيا له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د پلان او مالي چارو مرستيال محمدابراهيم ازهر هم وايي: ((هو! موږ د کلينيکونو او کمپلسکونو د جوړولو لپاره د ښو کارونو د ستاينې پروګرام پيسې لرو، موږ اوسمهال د هېواد په ٢٠ ولايتونو کې شل کلينيکونه جوړ کړي دي او همد اوس مهال په هلمند ولايت کې د ٤.٥ ميليون ډالرو په ارزښت او په ننګرهار کې د ٣.٥ ميليون ډالرو په ارزښت دوه کمپلکسو جوړول پيل کړي دي او په پام کې لرو، چې د کمپلکس پنځه نور مرکزونه هم په پنځو نور زونونو کې له ښو کړنو څخه د ستاينې پروګرام له پيسو د پنځه ميليونه، څلور ميليونه او درې ميليونه ډالرو په لګښت جوړ کړو.

د نړيوالو بنسټونو نه لېوالتيا

په افغانستان کې د نشه يي توکو او جرم د کمولو د تقاضا په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر يو کارکوونکى داوود ساسکى وايي، چې د بهرنيو تمويل کوونکو يوه لويه برخه د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې هېڅ کومه لېوالتيا نه لري.

هغه زياتوي:((زموږ اوسنۍ ستونزه داده، چې تر ډېره پر بهرنيو مرستو تکيه کوو او له بدغه مرغه چې يو زيات شمېر ډونران په دې برخه کې فنډ( بوديجه) نه ورکوي. همدا دکمښت تقاضا ده، يو دليل چى دوى يې مطرح کوي، دويم ځلي راتګ دى، ځکه چې له لومړني حالت نه د يوه روږدي په حالت بدلولو زيات لګښت کېږي او ټولنې ته وړاندې کېږي، خو د بېرته را ګرځېدو شمېرې يې هم زياتې دي، نو په دې دليل بهرني ډونران د مرستې لېوالتيا نه لري.))

د پوليسو ناسم چلند

د پوښتل شوو له ډلې ٥٧ سلنه روږدو د پوليسو له ناسم چلند څخه شکايت کړى، چې پوليس دوى ځوروي، خو ١٥ سلنو بيا د پوليسو چلند ښه ګنلى او ٢٨ سلنه نورو بيا په دې اړه ځواب نه دى ورکړى.

د غزني ولايت اوسېدونکى او روږدى ٣٤ کلن حفيظ الله وايي: ((د پوليسو چلند ډېر ناوړه دى. موږ وهي ډبوي او ډېر ځله مو په زور وړي، ځمکې راباندې پاکوي او کله کله تشنابونه هم.))

د هرات د انجيل ولسوالۍ د ده کمرکلاغ اوسېدونکى او روږدى ٢٥ کلن محسن وايي: ((څه وخت وړاندې پوليس راغلل، موږ يې په يوه ګوښه کې راټول کړو، ځيني يې په يخو اوبو کې واچول او ويل يې چې تاسې روږدي ياست، موږ ته يې دا ډول جزا راکړه، چې ډېرى يې ناروغان شول او ځينو يې وروسته د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.))

خو د کورنيو چارو وزارت د دغو څرګندونو د رد ترڅنګ وايي، چې پوليسو هېڅ وخت هم له روږدو سره ناوړه چلند نه دى کړى.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت وياند مهدي کاظمي وويل: ((پوليس له دوى سره ډېر محترمانه چلند کوي، موږ کله هم له روږدو سره د تاوتريخوالي چلند نه کوو، روږدى پوليسو ته مجرم، نه بلکې ناروغ دى.))

له کورنۍ شړنه

د کورنۍ او ټولنې ناسم چلند د روږدو له نورو ستونزو څخه ګنل کېږي. د پوښتل شوو د څرګندونو پر بنسټ په ډېرو مواردو کې روږدي له کورنۍ نه شړل کېږي.

د پوښتل شوو له ډلې ٢٣ سلنه ويلي، چې له کورنۍ شړل شوي او ٢٣ سلنه نور بيا وايي، چې پر دوى له خبرېدو وروسته د کورنۍ چلند ناوړه و او ٤١ نور بيا د کورنۍ له چلند څخه رضايت لري، خو ١٣ سلنه نورو ويلي دي، چې کورنۍ يې د دوى له اعتياد څخه ناخبره ده.

 د فراه ولايت د مرکز اوسېدونکى حيات الله، چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې په هيرويينو روږدى دى وويل: ((خپلې کورنۍ پرېيښى يم، کله مې چې مېرمن له روږدېدنې خبره شوه، نو هغې هم راڅخه طلاق واخيست او پرې يې ښودم.))

نوموړي د نظر غوښتې په فورم کې د خپل استوګنځي په اړه څه نه دي ويلي.

د کابل ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکې ٢٥ کلنه وحيده، چې له تېرو ١٢ کلونو راهيسې ترياک کاروي وايي: ((د خاوند کورنۍ مې راسره سم چلند نه کوي، په دې وروستيو کې مې نندرور (د خاوندخور) د لېوره ښځه چې تازه يې واده کړى، زما سره خبرو ته نه پرېږدي، ځکه فکر کوي، چې که له ماسره خبرې وکړي، نو روږدې به يې کړم.))

د ټولنې له خلکو شکايت

پنځه اتيا پوښتل شوو په ټولنه کې له روږدو سره د خلکو چلند بد او ناسم بولي، همدرانګه ٩ سلنه عادي دي، خو ٦ سلنه نورو بيا په دې اړه نظر نه دى ورکړى.

د روږدو پر وړاندې د عامو خلکو سپکاوى، مسخرې، په سپکاوي ليدل، د روږدي او غله خطاب کول، نفرت لرل، په کاڼو ويشتل او د ناوړه الفاظو کارول هغه موارد دي، چې پوښتل شوي ترې شکايت لري.

د کابل په پل سوخته کې د نور اقا په نوم يوه ٢٧ کلن روږدې د ازادو رسنيو مشارکت ته وويل: ((د خلکو چلند ډېر بد دى، کله چې مرسته غواړو، نو راسره مرسته نه کوي او وايي، چې ته معتاد يې، اوف بوى کوې، سپږنه، دا ډول خبرې کوي.))

په همدې ځاى کې د محمد اصف په نامه يو بل ٢٦ کلن روږدى وايي: ((زموږ سره د يوه څاروي غوندې چلند کوي، کله چې وايو يوه مړۍ ډوډۍ راکړئ، دوى وايي چې همدا ډوډۍ سپي ته اچوو، خو تا ته يې نه درکوو.))

د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى او په نشه يي توکو روږدى ٢٦ کلن پاچا وايي: ((موږ ته غل وايي، کله چې زما ورور ته عار وي، نو تاسې فکر وکړى، نور به څه فکر وکړي؟ د خلکو چلند بد دى، ډېرى خلک چې موږ په جومات کې وويني، نو وايي چې بوټ مې وساتئ، هيرويين کشان راغلل.))

دا په داسې حال کې ده، چې چارواکي وايي د کورنۍ او ټولنې تبعيض ډوله چلند په ګڼو مواردو کې د دې سبب شوى، چې دوى بېرته نشو ته مخه کړي.

د نشه يي توکو او جرم د کمښت د تقاضا په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې کارکوونکى ډاکتر نصيراحمد ساپى وايي، چې د روږدو کسانو د درملنې پروګرام اوږدې پروسې ته اړتيا لري او په دې پروسه کې سمه ده، چې درملنه يو عمده جز دى، خو د هغو موسساتو ترڅنګ چې د درملنې مرکزونه يې جوړ کړي، کورنۍ او ټولنه هم مهم رول لري.

هغه زياتوي: ((کله چې ناروغ په ټولنه کې مدغم شي، نو دلته ده چې هغوى جدي مراقبت ته اړتيا لري او له دوى نه بايد ملاتړ وشي، څو دويم ځلي اعتياد ته مخه نه کړي.))

بلخوا ډاکتر فواد عثماني په ټولنه او کورنۍ کې د روږدو سره د بعيض د شتون په اړه وايي: ((په ټولنه او کورنۍ کې له روږدو سره د تبعيض شتون زموږ له عمده ستونزه څخه ګڼل کېږي، چې دا تبعيض له کورنۍ پيلېږي او ناروغ معتاد په ټولنه کې د پوډري په نامه يادوي، چې د همدې کلمې ويل خپله ناروغ د روږدېدنې خواته وړي او بل خوا هم کله چې د يوې کورنۍ پلار روږدى شي او د کورنۍ غړي ورو ورو هغه پرېږدي، نو له ټولنې او کورنۍ لرې کېږي او له روږدو سره يو ځاى کېږي.))

هغه زياتوي، د دې لپاره چې روږدى کس د دويم ځل لپاره بېرته په نشه يي توکو روږدى نه شي، د کورنۍ، ټولنې، دولت او د هغو بنسټونو همکارۍ ته اړتيا ده، چې د کارموندنې په برخه کې کار کوي او بايد امنيت هم په ټول هېواد کې خوندي وي.

د هېواد په لوديځه حوزه کې د بشري حقونو کميسيون رييس سيدعبدالقادررحيمي هم وايي: (( هغه څه چې په ټول هېواد کې يې خلکو ته د کمښت احساس کېږي، خلکو ته د معلوماتو نه وړاندې کول دي. هغه کسان چې روږدي دي، بايد د يوه ټولنيز ناروغ په توګه تلقي شي او زموږ چلند بايد ورسره توپير ولري. موږ بايد روږدو کسانو ته د يوه مجرم نه، بلکې د ټولنيزو ناروغانو په سترګه وګورو.))

د روږدو د مړينې پېښې

د درملنې د پروګرامونو، د چارواکو نه پاملرنه او نورې ستونزې د دې لامل شوې، چې په کلني ډول د سړک غاړې په لسګونو روږدي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ازادو رسنيو مشارکت لاسته راوړنې څرګندوي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې يواځې په کابل او هرات کې نږدې ١٥٠ کسه روږدو د سړکونو پر غاړه خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

په کابل کې د عدلي طب د خدماتو امر خليل احمد پښتونيار وايي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې په نشه يي توکو د روږدو شکمنو ورک هويته مړو شمېر، چې د امنيتي حوزو له لوري د عدلي طب رياست ته سپارل شوي، ٨٥ پېښو ته رسېدلى و.

هغه زياتوي: ((په ١٣٩١ لمريز کال کې موږ ته د مړينې ٦٤٧ پېښې را رسېدلې وې، چې له دې جملې نه ٦٠ پېښې په نشه يي توکو د روږدو د مجهول الهويته مړو په اړه وې.))

په ورته وخت کې په هرات کې پر کشفي ارګانونو د څارنې څارنوال فضل الحق انوري وويل، چې د ژمي له لومړۍ نېټې تر اوسه پورې ٥٢ روږدي د سخت يلخ له امله مړه شوي، چې ډېرى يې د خلکو له خوا خاورو ته سپارل شوي او ١٢ نور د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزى وايي، چې په ټوله کې په ١٣٩٢ لمريز کال کې له ٣٠ څخه تر ٤٠ پورې د روږدو مړي د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، چې د هوا د سړښت، د خوړو نه رسېدو، او بېلابېلو ناروغيو له امله يې د سړک پر غاړو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

ټولنيزې ستونزې

بلخوا روږدو کسانو ته د کار نشتوالى او درملنه هم د دې سبب شوې، چې ځيني روږدي د نشه يي توکو د لاسته راوړلو لپاره د کور د مالونو غلا او پلور ته مخه کړي او حتى په ځينو مواردو کې خپل ماشومان هم وپلوري.

د پوښتل شوو له ډلې ٣٠ سلنو يې د ازادو رسنيو مشارکت ته ويلي، چې د نشه يي توکو د موندلو لګښت د سوال او غلا له لارې پوره کوي، خو ٢٢ سلنه يې وايي، چې د دغو توکو پيسې د کار او سوال له لارې ترلاسه کوي.

همدارنګه ٣٣ سلنې بيا ويلي، چې د نشه يي توکو د چمتو کولو لګښتونه د ازادو کارونو لکه خټګري، موټر مينځلو، خځلو ټولولو او نورو… څخه ترلاسه کوي، خو ١١ سلنه نورو ويلي، چې له کورنۍ يې اخلي او څلور سلنې بيا په دې برخه کې ځواب نه دى ورکړى.

د کابل ښار د پل سوخته تر پله لاندې يوه روږدي ظاهر خادمي وويل: ((ځم له خلکو نه يو څه اخلم، که اړ شم غلا هم کوم. اوسمهال هېڅ کاروبار نه لرم، بازار ته ځم غلا کوم او هغه مال چې ٥٠ زره افغانۍ ارزښت لري، په پنځه زره يې پلورم. په ايران کې مې کار کولو، هلته کار و، که چېرې دلته هم کار وي، نو کوم يې، نه ړوند يم نه شل، يواځې مواد کاروم، خو کار نشته، څه وکړم.))

په کابل ښار کې يو بل ٢٧ کلن روږدى نوراقا وايي: ((خپله مې تر اوسه پورې غلا نه ده کړې، خو داسې کسان شته، چې د خپل کور او ګاونډيانو مالونه غلا کوي او حتى ليدلي مې دي، چې خپل اولادونه يې راوړي او پلورلي دي.))

يو شمېر کارپوهان په هېواد کې د روږدو کسانو د ورځ تر ورځې زياتېدونکي شمېر په اړه د خبرداري تر څنګ وايي، چې که دولت او نړيواله ټولنه د روږدو کسانو درملنې او کارموندنې ته پاملرنه ونه کړي او په دې برخه کې پوره پيسې او کافي سرچينې ونه لټول شي، افغانستان به تر لسو راتلونکو کلونو پورې د روږدو کسانو د يوې لوړې شمېرې لرونکى وي، چې دا چاره به له امنيت وروسته د هېواد لپاره يوه ستره ننګونه وي.

  

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.