ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبيد: د کانکور په اړه د شوو شکايتونو څېړنه پيل شوې

عبيد: د کانکور په اړه د شوو شکايتونو څېړنه پيل شوې

author avatar
20 Apr 2014 - 16:55
عبيد: د کانکور په اړه د شوو شکايتونو څېړنه پيل شوې
author avatar
20 Apr 2014 - 16:55

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د لوړو زده کړو وزير نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې د کانکور ازموينه په ښه توګه ترسره شوې او په اړه يې د شته شکايتونو د څېړلو پروسه هم پيل شوې ده.

د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد او د پوهنې وزير فاروق وردګ نن مشرانو جرګې ته غوښتل شوي وو، تر څو د کانکور ازموينې او پوهنې وزارت د کړنو په اړه معلومات ورکړي.

 د جرګې غړو نيوکه کوله، چې د کانکور په ازموينه کې روڼتيا نه وه، د کانکور ازموينې ځيني ګډونوال د هغوى لخوا ټاکل شوو پوهنځيو ته نه دي معرفي شوي، د کانکور ځينې ګډونوالې نجونې د ناامنو ولايتونو پوهنتونونو ته معرفي شوې او د لوړو زده کړو موسسو د جذب وړتيا ټيټه ده.

د لوړو زده کړو وزير د جرګې د غړو د نيوکو په ځواب کې وويل چې په ټوليزه توګه د کانکور ازموينې پروسه ډېره ښه وه خو ځينې وړې ستونزې يې لرلې، چې د څېړلو او حل لپاره يې هڅې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((د کانکور ازموينه ډېره ښه او متوازنه وه او پايله يې هم رڼه ده.))

دى وايي، چې د کانکور ازموينې په اړه د شکايتونو د ثبتولو لړۍ په کابل او ولايتونو کې د وري مياشتې په شلمه پيل شوې او د غويي مياشتې تر ٥ مې دوام کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ درى ډوله د شکايت فورمې لرو، سپينه پاڼه په خپلو نومرو قناعت نه درلودلو لپاره، نارنجي پاڼه په خپل انتخاب د قناعت نه کولو په اړه او ژېړه پاڼه په ويب سايټ کې د نوم د نه شتون په اړه ده.))

عبيد وايي، چې دغه فورمې د هرې اونۍ په پاى کې له اړوندو مرکزونو ټولېږي او که ستونزه موجوده وي، رسېدنه ورته کېږي.

هغه دا هم وويل، چې د کانکور يو شمېر ښځينه ګډون کوونکو قصداً ناامنه ولايتونه انتخاب کړي څو له يوې لنډې مودې وروسته ځان کابل او يا هم نورو ولايتونو ته تبديل کړي.

دى وايي، د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه کړې، چې هېڅوک نه شي کولاى له کوم بل ولايت نه ځان کابل ته تبديل کړي خو برعکس کار کولاى شي.

هغه زياته کړه، چې د کانکور په ازموينه کې ٢٦١زره کسانو ګډون کړى و، چې له دې شمېرې ٥٧ زره يې د لوړو زده کړو وزارت په موسسو کې جذب شوي او ٣٨ زره يې په ټيټ فيس خصوصي پوهنتونو ته معرفي شوي دي.

دغه راز ده وويل چې د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې د کانکور له ګډونوالو به سل زره تنه د نيمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب کړي.

هغه وايي، چې د افغانستان په تاريخ کې دا لومړى ځل دى، چې په دومره لوړه کچه د کانکور فارغان د لوړه زده کړو موسسو ته جذبېږي.

دغه راز په نننۍ غونډه کې د مشرانو جرګې غړو د پوهنې له وزير څخه په دې برخه کې د پرمختګونو، د ښوونکو ټيتې تنخوا او په خصوصي ښوونځيو کې د زده کړو د ټيټ کيفت په اړه پوښتنې وکړې.

د پوهنې وزير غلام فاروق وردګ وويل، چې دمګړۍ ١١،٥ ميليونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، چې ٤٢سلنه يې نجونې دي.

ده وويل، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ١٧٦٠٠ ښوونځي شتون لري، چې يواځې ٣٠٠ يې د ناامنيو او ځينو نورو ستونزو له کبله تړلي پاتې دي.

خو د پوهنې وزير وويل چې د ښوونکو تنخواوې ځکه کمې دي، چې ملي شورا د پوهنې وزارت لپاره په ملي بوديجه کې لږه عادي بوديجه تصويب کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، حکومت په ملي بوديجه کې د پوهنې د برخې لپاره د ټولې عادي بوديجې ١٨ سلنه وړانديز کړې وه، خو ملي شورا دغه کچه ١١سلنې ته ټيټه کړه.

وردګ وايي: ((زموږ ټولې کړنې زموږ د بوديجې پر اساس دي او که بوديجې له امله کومه ستونزه پيدا کېږي نو مسووليت يې د ملي شورا پر غاړه دى.))

ده د خصوصي ښوونځيو د درسي کيفيت په اړه د جرګې د غړو په ځواب کې وويل: “کله چې وايئ خصوصي ښوونځيو کې کيفيت نشته، نو ولې خپل ماشومان په خصوصي ښوونځيو کې شاملوئ.”

هغه په دولتي ښوونځيو کې د زده کړو د کيفيت په اړه زياته کړه: ((سږ کال هم زموږ د کانکور ازموينې اول نومره له دولتي ښوونځي څخه و.))

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو چارواکي بايد هڅې وکړي ترڅو پر شرايطو برابرو ټولو کسانو ته د زده کړو امکانات برابر کړي.

هغه وويل، چې د تېرو کورنيو جګړو له امله ډېرى افغانان د زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.