ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې يوه نجلۍ پر ډزو ووژل شوه

author avatar
20 Apr 2014 - 15:01
author avatar
20 Apr 2014 - 15:01

پلخمري (پژواک ٣١ ورى ٩٣): په بغلان ولايت کې يوه نجلۍ، چې له خپل کوژدن سره د نارضايتۍ له امله له کوره تښتېدلې وه، د وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شوه.

ځايي چارواکي وايي، چې دا ٢١ کلنه نجلۍ امنه نومېده او تېره شپه د تاله و برفک ولسوالۍ په شهيدانو کوتل کې له موټره ښکته کړل شوې او د وسله والو له خوا وژل شوې ده.

خو د تاله و فربک ولسوال اميرمحمد فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بريدګرو هويت لا هم نه دى څرګند، خو چلوونکى نيول شوى او په دې برخه کې څېړنې پيل شوې دي.

ولسوال زياته کړه، چې د نجلۍ له ورور سره يې اړيکه نيولې او ويلي يې دي، چې د خپلې خور وژونکى پېژني او د جنازې او خښولو له مراسمو وروسته به ولسوال ته توضيحات ورکړي.

د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجې يقين د دې وژنې د غندلو ترڅنګ وويل، امنه وروسته له هغه له کوره وتښتېده او د ښځو چارو رياست ته راغله، چې کوژدن يې ورسره له لفظي شخړې وروسته ورته ګواښ وکړ.

هغې زياته کړه: ((موږ د نجلۍ ورور او ماما را  وغوښتل، دوى تضمين ورکړ، چې نجلۍ ته زيان نه رسېږي، نجلۍ بېرته کور ته تلو ته چمتو شوه، خو شرط يې دا اېښى و، چې کوژدن به يې څه نه وايي او له دې سره به واده کوي.))

خو د ښځو چارو رييسې وويل، دا بې ګناه نجلۍ له پلخمري څخه تاله وبرفک ته خپل کور ته تله، چې تېره شپه د لارې په اوږدو کې د وسله والو  له خوا پر ډزو ووژل شوه.

د شمال ختيځ زون د بشري حقونو رييس حيات الله اميري هم د دې نجلۍ وژنه په کلکه وغندله او نيوکه يې وکړه، چې نجلۍ ولې د کورنۍ له تضمين وروسته وژل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې بايد بريدګر تر پېژندلو او نيولو وروسته د خپلو اعمالو په جزا ورسېږي.

درې اونۍ وړاندې هم ناقانونه وسله والو د بغلان د مرکز پلخمري ښار په جوى نو سيمه کې يوه مېرمن او خاوند په کور دننه پر ډزو ووژل او وتښتېدل.

دا وژنې داسې مهال کېږي، چې تېر کال يوه ځوانه نجلۍ او هلک د پلخمري  ډنډ غوري ساحه کې له خپل کوره تښتېدلي وو، چې وروسته د ځايي خلکو له خوا ونيول شول او پر ډزو يې ووژل.

دې پېښې د بشري حقونو او مدني ټولنو غبرګون را پارولى و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.