کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايو ورکولو د صندوقونو بياځلي شمېرنه به تر سبا پورې پاى ته ورسېږي.
دا څرګندونې د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور نن په خبري کنفرانس کې وکړې.
ده وويل، تر سبا پورې د زياترو محلونو د رايو د صندوقونه تفتيش او بيا ځلې شمېرنه بشپړېږي او پايلې به يې د رايو راټولونې مرکز ته تر سبا پورې راولېږدول شي، څو د ټاکنو په سيستم کې داخل شي.
هغه زياته کړه، د ولسمشرۍ د ټاکنو قسمي پايلې وروستۍ نه دي، بلکې هره شېبه د کانديدانو په رايو کې د بدلون امکان شته.
دى وايي، کمېسيون هڅه کوي ډېر ژر د ټاکنو د پايلو يوه بله برخه په نږدې راتلونکي کې په ډاګه کړي.
نوموړي د ولسمشريزو ټاکنو دويم دور ته د تلو قضاوت له وخت وړاندې وباله او ويې ويل، په دې اړه وخت ته اړتيا ده، تر څو د پاتې رايو برخليک معلوم او روښانه شي.
نور زياتوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون تر منځ بشپړه همغږي موجوده ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن