جلال اباد (پژواک،د غويى ٢مه، ٩٣ ) : د نورستان والي وايي ، چې نورستان د مرکزي ادارې له پامه غورځېدلى ولايت دى او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم دغه څرګندونې دغويي په ٢مه، په جلال اباد ښار کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې مرکزي دولت دې ولايت ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي، چې له امله يې ددې ولايت خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د نوموړي په خبره، چې په نورستان کې يو متر پوخ سړک نشته او نه هم په دغه ولايت کې کوم روغتون شته ، چې د ياد ولايت د اوسېدونکو ستونزې حل کړي.
والي زياته کړه: (( د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله زه شخصاً د والي په توګه له ستونزو سره مخامخ شوى يم.))
دى وايي ، چې په تېرو ديارلسو کلونو کې په دغه ولايت کې هېڅ مجهز روغتون نه دى جوړ شوى ، چې روغتيايي ستونزې حل کړي.
حافظ عبدالقيوم وويل ، چې تر دې مهاله يواځې يوه ولسوالۍ د ځمکې له لارې له مرکز پارون سره تړلې او نورې ټولې لارې بندې دي
د نورستان والي په دغه ولايت کې د ښوونځيو له کيفيته هم سر وټکاوه او وايي،
چې په نورستان کې مسلکي ښوونکي هم نشته او ګڼ شمېر ښوونځي يې ودانۍ نه
لري.
د هغه پر اړوندو وزارتونو غږ وکړ، چې دې ولايت ته زياته پاملرنه وکړي، ځکه چې دلته هر څه ګډوډ دي.
نوموړي دا هم وويل ، چې له منډول پرته د نورستان ټولې ولسوالۍ د دولت تر واک لاندې دي .
د نورستان والي پر مرکزي ادارې او مرستندويه موسسو غږ وکړ، چې د دغه ولايت
ستونزو ته دې رسيده ګي وکړي او د بيارغونې پروژې دې په کې عملي کړي.
ياده دې وي ، چې نورستان د هېواد په شمال ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى، چې ډېرى وخت يې لويې لارې يا هم د وسله والو له لوري او يا هم د ډېرو واورو له امله تړل شوې وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن