اسعد اباد( پژواک ٢ غويى ٩٣): د کونړ چاراکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ايساف د ځواکونو په هوايي بريد کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د وري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د ساوخوړ په سيمه کې ترسره شوى دى.
ده زياته کړه، چې په ياد بريد کې د و سله والو طالبانو دوه مهم قوماندانان ( زرقاوي او غلام الله مشهور په حماد ) وژل شوي دي .
هغه وايي، چې زرقاوي د پاکستان اوسېدونکى دى.
ده وويل، چې دغو کسانو د ماينونو په جوړولو کې مهارت درلود او وخت ناوخته به يې پر امنتي ځواکونو بريدونه هم کول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن