کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٣ ) : د افغانستان د دفاع پخوانى وزير جنرال عبدالقادر د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهر عظيمي د غويي په ٢مه، د ټولنيزې شبکې ټويټر په خپله پاڼه کې ليکلي ، چې جنرال عبدالقادر د سردارد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې و.
هغه زياته کړې، چې نوموړى نن سهار وخته په ياد روغتون کې د ورپېښې ناروغې له امله ساه ورکړې ده.
د سياسي چارو يو تن کارپوهه عبدالرووف لېوال وايي، چې جنرال قادر د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د برنا اباد کلي اوسېدونکى او ديوه کروندګر په کور کې زېږېدلى و.
د نوموړي په وينا، په کابل کې يې په حربي ښوونځي او بيا د حربي پوهنتون په هوايي پوهنځي کې يې زده کړې وکړې او پيلوټ شو.
لېوال وايي ، کله چې د ولسمشر سردار داوود خان پر ضد کودتا وشوه، نو جنرال قادر پکې فعال رول ولوباوه او د ارګ پر ودانۍ جنرال قادر او اسدالله سروري هوايي بمبار وکړ.
ده زياته کړه، چې د تره کي په واکمنۍ کې هغه زنداني شو، خو وروسته د ببرک کارمل په واکمنۍ کې بيا ددفاع د وزير په توګه وټاکل شو.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن