غزني (پژواک ٣ غويى ٩٣): د غزني د کار او ټوليزو چارو رياست چارې به د دغه رياست لپاره د نوې ودانۍ په جوړولو سره منظمې او چټکې شي.
دا څرګندونې د غزني والي په دغه ولايت کې د ياد رياست د وانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې وکړې.
والي موسى خان اکبرزاده وويل، په دغه ولايت کې تر اوسه د کار او ټولنيزو چارو رياست ودانۍ نه درلوده او په کرايې کور کې يې کارکوونکو خپلې چارې پر مخ وړې.
اکبرزاده وويل، پر دې ودانۍ لس ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې دغه پيسې د کار او ټولنيزو چارو د وزارت له لوري ورکول کېږي.
والي له قرارداديانو وغوښتل، چې د دې پروژې کار په سمه توګه ترسره کړي او د بې کيفيته موادو له استعمال څخه په کې ډډه وکړي.
د غزني د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالکريم نوروزى وايي، چې له دې مخکې دغه رياست ودانۍ نه درلوده او له څو کلونو راهيسې په کرايي کور کې اوسېږي.
نورزى زياتوي، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي، چې د اړتيا وړ خونې به ولري او چارې به يې په نږدې اتو مياشتو کې پاى ته ورسېږي.
د نوروزي په وينا، چې له دې وړاندې يې کاري ځاى مناسب نه و.
د دغه رياست يوه کارکوونکي محب الله پژواک ته وويل، په داسې زړه ودانۍ کې کار کوي، چې هېڅ مناسب ځاى نه دى.
د دې ودانۍ د جوړولو چارې په داسې حال کې پيل شوې، چې په غزني کې اوس هم يو شمېر دولتي ادارې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې چارې پر مخ وړي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن