کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست په غور ولايت کې د دوو شکمنو ځانمرګو د نيولو خبر ورکړ.
د ملي امنيت عمومي رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا دوه کسه له يوه ځانمرګي واسکټ، يوه کلاشينکوف، ١٧٠ مرميو، شپږ د وسايطو ضد ماينونو او ريموټ کنټرول له تختو سره د غور ولايت د مرکز فيروز کوه ښار اړوند ساحو کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې نيول شوو کسانو د ماينونو اېښودنه او ځانمرګي بريدونه پلانول.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دوى په لومړنيو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او يادونه يې کړې، چې تر دې وړاندې يې هم له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ته د غور په مرکز کې د سلطان علاوالدين لېسې مخې ته چاودنه ورکړې وه، چې يو شمېر بې ګناه وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
ځايي چارواکي وايي، چې له ٦٥٠٠ زيات غير قانوني وسله وال په ١٣٢ ګروپونو او نږدې ٣٥٠٠ طالبان د دغه ولايت په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت لري، چې د امنيت خوندي کولو او قانون پلي کولو مخنيوى کوي
.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن