ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاه جوى ولسوال له يوه بريده روغ ووت

author avatar
24 Apr 2014 - 13:41
author avatar
24 Apr 2014 - 13:41

کندهار (پژواک ٤ غويى ٩٣): د زابل د شاه جوى ولسوال د وسله والو له يوه بريده روغ وتلى دى.

د شاه جوي ولسوال ملک علي محمد د غويي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد د يادې ولسوالۍ په مرکز کې نن غرمه شاوخوا يوولس بجې د يو وسله وال کس له لوري  وشو.

هغه زياته کړه، چې ده د شاه جوى ولسوالۍ له دوکاندارانو او ځايي اوسېدونکو سره د يوې حقوقي موضوع د څېړنې لپاره د ولسوالۍ په کلينيک کې غونډه درلوده، خو کله چې د ولسوالۍ له مرکزه روغتون ته ورسېد نو ډزې پرې وشوې.

د ولسوال په خبره، چې په دغه بريد کې ده  او کسانو ته يې  هېڅ زيان نه دى اوښتى.

ولسوال وايي، چې امنيتي ځواکونو له بريد وروسته په سيمه کې پلټنې پيل کړې خو لا يې څوک نه دي نيولي.

دوه ورځې وړاندې د زابل د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي هم د دغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ماين له يوې چاودنې روغ وتلى و.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.