ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو د نهو مرکزونو رايې قرنطين شوې

د ميدان وردګو د نهو مرکزونو رايې قرنطين شوې

author avatar
24 Apr 2014 - 14:18
د ميدان وردګو د نهو مرکزونو رايې قرنطين شوې
author avatar
24 Apr 2014 - 14:18

ميدانښار (پژواک ۴ غويى ۹۳): په ميدان وردګو ولايت کې د ۹ مرکزونو رايې قرنطين او د ۳۴ صندوقونو رايې بيا وشمېرل شوې.

په ميدان وردګو ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس انجنير نورالله پيغام د غويي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد مرکزونه د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کمېسيون په غوښتنه قرنطين شوې او دوى په مستقيم ډول د هېڅ مرکز او يا کوم صندوق رايې نه دي قرنطين کړې.

د هغه په وينا، امکان لري د قرنطين شوو صندوقونو رايې به وروسته له هغه باطلې او  يا هم پاکې اعلان کړي،  چې د دو‌ى څېړنې په بشپړ ډول ترسره شي .

خو د پيغام په وينا، تر دې مهاله په دغه ولايت کې يوه رايه هم د دوى له لوري باطله نه ده اعلان شوې.

په ورته وخت کې په ميدان وردګو کې د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء امر حيات الله حامد د غويي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې د دوى له خوا د ۹ مرکزونو قرنطين رايې د مرکزي بهسود د ۷  او د سيداباد ولسوالۍ د دوو مرکزونو اړوند دي.

هغه وايي، چې د ۱۶۲ صندوقونو رايې پلټل شوې او همدا راز د شپږ دېرشو صندقونو رايې يې د بيا ځل لپاره شمېرلې دي .

د حامد په وينا، دوى ته په څلورو ګټګوريو کې ۳۹ شکايتونه ورغلي، چې شپږ يې مرکز ته استولي او ۳۳ نور له دوى سره د څېړلو په موخه پاتې دي .

دغه کمېسيونونه وايي، چې د دغو  صندوقونو رايې په ټاکلې موده کې قرنطين شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي شورا ځينو  کانديدانو پژواک ته په دغه ولايت کې په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعا کړې وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.