ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو د ٨٢،٥٩ سلنه رايو پايلې اعلان کړې

author avatar
24 Apr 2014 - 16:53
author avatar
24 Apr 2014 - 16:53

کابل (پژواک، ٤غويى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د وري ١٦مې د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ قسمي پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې د اتو کانديدانو له ډلې، څوک نه دي توانېدلي ، چې د برياليتوب لپاره اړينې ١+%٥٠ رايې خپلې کړي.

دا درېيم ځل دى، چې د ټاکنو کمېسيون د ولسمشرۍ ټاکنو قسمي پايلې اعلانوي، که دا بهير همداسې دوام وکړي، نو ښايي ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.

ددې کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني نن (د غويي په ٤مه ) په يوه خبري ناسته کې وويل؛ د قسمي پايلو په درېيم پړاو کې يې ټول ټال ٥٨٥٧٤٤٢ رايې شاملې کړې دي ، چې د ټولو رايو ٨٢،٥٩ سلنه جوړوي.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله ٢٥٦٤٢٨٤ رايې (٤٣،٨ سلنه) او ډاکټر اشرف غني احمدزى ١٩٢٨١٥٣ (٣٢،٩سلنه) رايو په درلودو سره تر خپلو شپږو نورو سيالانو مخکې دي.

له دې شمېرو جوتېږي، چې د تېرې اونۍ (وري٢٤مه) د قسمي پايلو دغو مخکښو کانديدانو خپل دريځونه ساتلي دي.

د ټاکنو کمېسيون مشر وويل، چې ډاکټر زلمي رسول ٦٥٢١١٦ (١١،١ سلنه)، عبدرب الرسول سياف ٤٠٩٨٧٩ (٧ سلنه)، انجنير قطب الدين هلال ١٦٥٥٦٧ رايې (٢،٨ سلنه)، محمد شفيق ګل آغا شېرزي ٩٦٤٠٧ رايې (١،٦ سلنه)، داود سلطان زوى ٢٧٣١٢ رايې (٠،٥ سلنه) او هدايت امين ارسلا ١٣٧٢٤ رايې (٠،٢ سلنه) رايې اخيستې دي.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، د اتو کانديدانو له ډلې، څوک نه دي توانېدلي، چې  د برياليتوب لپاره اړينې ١+%٥٠ رايې خپلې کړي.

د يادونې ده ، چې د ټاکنو کمېسيون نننۍ پايلې هم د تېرو قسمي پايلو په څېر د پژواک خبري اژانس له هغه راپور سره اړخ لګوي ، چې د وري مياشتې په ١٦ مه يې خپور کړى و.

پژواک د  (وري په ١٦مه) د رايې ورکولو د ورځې  تر پاى ته رسېدو وروسته، په ٣٠ ولايتونو کې څه دپاسه ١٣٣ زره رايې و شمېرلې ، چې په ترڅ کې يې څرګنده شوه، چې د اتو کانديدانو له ډلې هېڅ يوه د برياليتوب لپاره اړينې رايې نه دي پوره کړي.

د ټاکنو کمېسيون مشر وويل ، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې به د شنبې په ورځ (غويي ٦مه) اعلان کړي، چې په ټاکنو کې ټولې کارول شوې رايې به پکې شاملې وي.

دى زياتوي، د ولسمشريزو ټاکنو پايلو ته په کتو، شک لري چې په لومړي پړاو کې دې يو کانديد وړونکى شي، خو په پرېکنده ډول نه شي ويلاى، چې ټاکنې به دويم پړاو ته لاړې شي که نه.

هغه وايي: “کله چې ډادمن شو، چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي، موږ ورته چمتووالى نيسو، له لوجستيکي پلوه ستونزه نه لرو، ولې به امنيتي او ترانسپورتي برخو کې به ناڅه ناڅه ستونزې وي.”

د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې کميسيون د شکمنو رايو د څېړلو او د تقلب د مخنيوي او حقدار ته د حق سپارلو په موخه ١٧١٩ محلونه په رسمي ډول تفتيش ته سپارلي او ٧٨٩ محلونه هم د هېواد په کچه بياشمېرنې ته سپارل شوي، چې د نوموړو مرکزونو رايې په نننۍ ٨٢،٥٩سلنه رايو کې شاملې نه دي.

سرچينې زياته کړه، هرمهال چې د پورته محلونو د تفتيش او بيا شمېرلو لړۍ پاى ته ورسېږي، نو د ټاکنو کميسيون له پرېکړې سره سم به د نوموړو محلونو د رايو برخه ليک د راتلونکو ابتدايي پايلو د اعلان پرمهال په ډاګه کړي.

د ټاکنو کميسيون له لوري نننۍ اعلان شوې پايله، چې ٨٢،٥٩ سلنه رايه جوړوي، ښيي چې د رايو زياته سلنه په باميانو، تخار او دايکنډي او کمه په غزني، پکتيکا او هرات ولايتونو کې شمېرل شوې ده.

د ٣٤ ولايتونو دغه پايلې په ترتيب له ښکته څخه پورته خواته په لاندې ډول ده:

١- غزني (٥٤،٩٨)، ٢- پکتيکا (٦٣،٥٥)، ٣- هرات (٦٦،٥٠)، ٤- نورستان (٧٢،٣١)، ٥- لوګر (٧٢،٣٥)، ٦- اروزګان (٧٣،٢٤)، ٧- زابل (٧٤،٥٥)، ٨- وردګ (٧٦،٤٣)، ٩- فراه (٧٧،٦٥)، ١٠- بغلان (٧٨،٠٢)، ١١- خوست (٧٨،٥٤)، ١٢- کندهار (٧٩،٣٤)، ١٣- کندوز (٧٩،٤٦)، ١٤- پروان (٧٩،٥٢)، ١٥- غور (٨٠،١٠)، ١٦- بلخ (٨٢،٢٨)، ١٧- بادغيس (٨٤،٠٥)، ١٨- بدخشان (٨٤،٨٠)، ١٩- پکتيا (٨٤،٩٢)، ٢٠- فارياب (٨٧،٥٢)، ٢١- کاپيسا (٨٧،٧٤)، ٢٢- کونړ (٨٨،٨٦)، ٢٣- ننګرهار (٨٩،٥٢)، ٢٤- لغمان (٩٠،٦٨)، ٢٥- هلمند (٩٠،٩٨)، ٢٦-کابل (٩١،١٤)، ٢٧- نيمروز (٩١،٩١)، ٢٨- سمنګان (٩٢،٤٥)، ٢٩- سرپل (٩٣،٩٣)، ٣٠- پنجشېر (٩٤،١٢)، ٣١- جوزجان (٩٥،٨١)، ٣٢- دايکنډي (٩٥،٩٣)، ٣٣- تخار (٩٦،٠١)، ٣٤- باميان (٩٦،١٩).

د قسمي پايلو دويمه برخه:

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په دویم ځل د ١٣٩٣ کال د ولسمشريزو ټاکنو قسمي پايلې د وري په ٣١مه اعلان کړې. 

دا ځل هم لکه څنګه چې يې تمه کېده ددې کانديدانو له ډلې، هېڅ يوه ١+%٥٠ رايې چې په اساسي قانون کې د بريالتوب لپاره ټاکل شوى معيار دى، پوره نه کړ.

دويم ځل قسمي پايلې د څه کم ٣،٥ ميليونه رايو (٣٤٥٦٩١٠) رايو پر بنسټ محاسبه شوې وې، چې د ټولو کارول شويو رايو نږدې پنځوس سلنه (٤٩،٦٧) يې جوړوله.

ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤،٤ رايو په درلودو سره له ټولو کانديدانو مخکې وو او ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى و ، چې ٣٣،٢ سلنه رايې اخيستي وې.

زلمي رسول ١٠،٤ سلنه، عبدرب الرسول سياف ٧ سلنه، انجنير قطب الدين هلال ٢،٧ سلنه، محمد شفيق ګل اغا شېرزي ١،٦ سلنه، داود سلطان زوى ٠،٥ سلنه  او هدايت امين ارسلا ٠،٢ سلنه رايې اخيستې وې.

پر دويم ځل هم له تمې سره سم، د کانديدانو له ډلې هېڅ يوه هم د برياليتوب لپاره اړينه ١+%٥٠ رايه پوره نه کړه.

د قسمي پايلو دويمې برخې د تېر ځل پر خلاف د مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي له مخالفت سره مخ شوې.

اشرف غني د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل، تر څو  رښتينې او تقلبي رايې سره بېلې شوې نه وي، د رايو د نورو پايلو خپرول وځنډوي، ځکه دده په وينا، دا ډول “اعلان د خلکو ذهنونه ګډوډوي.”

خو ترڅنګ يې اشرف غني په ټاکنو کې د برياليتوب دعوه وکړه، “که هغه په لومړي يا دويم پړاو کې وي.”

لومړنۍ قسمي پايلې:

د ټاکنو کمېسيون په لومړي ځل د ١٣٩٣ کال د ولسمشريزو ټاکنو قسمي پايلې د وري په ٢٤ مه اعلان کړې، چې د ټولو رايو ١٠ سلنه (٥٠٦٨٤٣ رايې) کېدې او د ٢٦ ولايتونو اړوندې وې.

په لومړي قسمي پايلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤١،٩ سلنه او ډاکټر اشرف غني احمدزى ٣٧،٦ سلنه رايې اخيستې وې، چې په دې توګه تر خپلو شپږو نورو سيالانو ځو ځله مخکې وو.

ډاکټر زلمى رسول ٩،٨ سلنه، استاد عبدرب الرسول سياف ٥،١ سلنه، قطب الدين هلال ٢،٧سلنه، محمد شفيق ګل آغا شېرزي ٢،٢سلنه، داود سلطان زوى ٠،٥ سلنه او هدايت امين ارسلا ٠،٣سلنه رايې اخستې وې.

مخکښو کانديدانو ددغو پايلو د اعلان هرکلى وکړ او په ورته وخت کې يې د ټاکنو له کمېسيون څخه د روڼتيا د ساتلو غوښتنه وکړه، خو شپږو نورو کانديدانو وويل ، چې دا ډول پايلې ورته د منلو نه دي.

د ولسمشرۍ شپږو کانديدانو د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا د ټاکنو قسمي پايلې رد او دا يې د نه منلو وړ اعلان کړې.

ډاکټر زلمي رسول، عبدرب الرسول سياف، ګل اغا شېرزي، قطب الدين هلال، هدايت امين ارسلا او داود سلطان زوی د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره دغه پايلې رد کړې او د ټاکنو کمېسيون او حکومتي چارواکي يې تورن کړل، چې په ټاکنو کې يې پراخه درغلي کړې ده.

په پام کې ده ، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې د شنبې په ورځ (غويي ٦مه) اعلان شي.

د ټاکنو کمېسيون چارواکو ويلي ، چې لومړنۍ پايلې به په ټاکنو کې د ټولو کارول شويو رايو پر بنسټ وي.

 ددې کمېسيون مشر ويلي ، چې د وري د ١٦ مې په ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې تر اووه ميليونو ډېرو کسانو برخه اخيستې وه، چې پر شرايطو د برابرو کسانو ٥٨ سلنه جوړوي.

که څه هم په پام کې وه ، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې د نن (غويي ٤مه) اعلان شوې واى، خو د ټاکنو کمېسيون وويل، چې د ټاکنو پرمهال د رامنځته شويو بې نظميو د څېړلو د دوام له امله يې دا چاره دوه ورځې وځنډوله.

د قسمي پايلو شمېر او د تېرو ټاکنو پايلو ته په کتو دا ځل دا انګېرنه پياوړې ده، چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.

تر ټاکنو وړاندې هم ځينو کارپوهانو ويل ، چې د کانديدانو شمېر او د هغوى نفوذ ته په کتو، داسې نه برېښي ، چې ددوى له ډلې دې څوک د ټاکنو په لومړي پړاو کې د ولسمشرۍ لپاره د رايو ټاکل شوى معيار (%٥٠+١ رايه) پوره کړي.

ښايي له همدې امله ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وار له مخه ويلي ، چې د ټاکنو دويم پړاو ته پوره چمتووالى لري.

د ټاکنو کمېسيون وياند نور محمد نور هم څو ورځې وړاندې له خبريالانو سره په خبرو کې دويم پړاو ته د ولسمشريزو ټاکنو د تګ شونتيا رد نه کړه.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو، د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته په دوو اونيو کې ترسره کېږي، چې د لومړي دور دوه مخکښ کانديدان پکې سيالي کوي. وروستۍ پايلې د غويي په ٢٤ مه اعلانېږي.

په دويم پړاو کې د ډېرو رايو ترلاسه کوونکى، د ټاکنو ګټونکى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.