ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معتصم: ځينو کړيو مې د ترور پلان درلود

معتصم: ځينو کړيو مې د ترور پلان درلود

author avatar
24 Apr 2014 - 09:37
معتصم: ځينو کړيو مې د ترور پلان درلود
author avatar
24 Apr 2014 - 09:37

کابل (پژواک ٤ غويى٩٣): ملا اغا جان معتصم هغه رپوټونه رد کړل، چې ګني په عرب اماراتو کې نظربند شوى و.

د طالبانو د واکمنۍ مهال د ماليې وزير ملا اغا جان معتصم، چې په دې وروستيو کې يې د سولې لپاره هلې ځلې پيل کړې، وايي، د ځينو کړيو د هغې دسيسې شنډولو لپاره، چې غوښتل يې ترور يې کړي، د اماراتو د امنيتي ادارو له لوري په يو خوندي ځاى کې ساتل کېده.

څه موده مخکې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګواکې ملا اغاجان د اماراتو د حکومت له خوا نظربند شوى خو هغه په دې اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړل.

نوموړي د غويي په ٤مه پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي: ((يوه مياشت مخکې زما د ځينو نږدې تنظيمي ملګرو له خوا خبر راکړل شو، چې ځيني مغرض، هېواد دښمنه او سوله نه غوښتونکي کړۍ زما د ترور پلان لري او بايد ځان وساتم.))

ملا معتصم وايي، په دې اړه د اماراتو امنيتي ادارو هم معلومات ترلاسه کړي وو او وروسته يې د ده د خونديتوب لپاره پلان جوړ کړ.

دى زياتوي: ((هېوادونه د قانوني استوګنو د خونديتوب مسووليت لري، په ځانګړې توګه د سياسي، علمي او ټولنيزو څېرو، نو د اماراتو امنيتي ادارو د خپل امنيتي پلان له مخې زما د امنيت په خاطر ما ته په موقت ډول د خپل استوګنځۍ د پرېښودلو او پر ځاى يې د دغه هېواد په مرکز کې په يوه خوندي ځاى کې د اوسېدو توصيه وکړه او ما ومنله.))

هغه وايي، د دغه پلان له امله يې د ترور دسيسه شنډه شوه.

نوموړي دا نه ده ياده کړې، چې د ده د ترور دسيسه د کومو کړيو له لوري طرحه شوې وه خو تر دې مخکې افغان حکومت د پاکستان څارګره اداره تورنه کړې وه، چې د سوله غوښتونکو طالب مشرانو مخه نيسي او تروروي يې.

ملا اغا جان معتصم وايي، د دې دسيسې له شنډېدو وروسته په اماراتو کې بېرته خپل استوګن ځاى ته لېږدول شوى دى.

تر دې مخکې پژواک ته باوري سرچينو ويلي وو، چې ملا اغاجان معتصم له اماراتو څخه کابل ته راغلى او له ځينو چارواکو سره يې لېده کاته کړي دي.

سرچينو ويلي وو، چې ملا اغاجان ښايي په همدې اونۍ کې بېرته يوه خوندي هېواد ته ولاړ شي.

دى وايي: ((ټولو خواخوږو او افغان ولس ته د خپل سوله ييز سياسي او جهادي فعاليت د جاري ساتلو اطمينان ورکوم ، د سولې د ارمان د پوره کولو لپاره هرې قربانۍ ته حاضر يم.))

په ٢٠١٠ ميلادي کال کې پر ملا اغاجان معتصم د پاکستان په کراچۍ کې وسله وال بريد شوى و، چې ويل کېږي موخه يې د سولې په تړاو د ده د هلو ځلو مخنيوى و.

خو نوموړى له دې پېښې ژوندى ووت او خپلې هڅې يې له پاکستان بهر په ترکيې کې پيل کړې او په دې وروستيو کې عرب اماراتو ته ولاړ.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.