ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د اوړو بيه ټيټه شوې

په کابل ښار کې د اوړو بيه ټيټه شوې

author avatar
24 Apr 2014 - 12:33
په کابل ښار کې د اوړو بيه ټيټه شوې
author avatar
24 Apr 2014 - 12:33

کابل (پژواک ٤ غويى ٩٣): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو بيه غورځېدلې، خو د نورو لومړنيو توکو بيه پر خپل حال پاتې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رييس فضل الرحمن وويل، چې نن ورځ د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو عمده بيه له ١٤٤٠ افغانيو څخه ١٤٥٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.

هغه زياته کړه، چې په پاکستان کې د غنمو د حاصلاتو په رسېدو سره د اوړو بيه غورځېدلې ده.

خو سرچينه وايي، چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د پنځوس کيلويي پاکستانۍ بورې عمده بيه ١٥٥٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلويي بورۍ پاکستانۍ اول سېله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تورو چاى بيه ٢١٠ افغانۍ او د يو کيلو ويټنامي شين چاى بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور سره زيات توپير کړى، خو په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د کارته سه يو پرچون پلورونکى هټۍ وال خانعلي وايي، چې نن (د غويي ٤مه) پنځوس کيلوګرامه بوره په ١٨٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه په ١٥٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو اول سېله پاکستانۍ وريجې په ٢١٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين ويټنامي چاى په ٢٣٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايى چاى په ٢٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د پټرول تېلو، ډېزلو او اوبلن ګاز بيه بيا د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى کړى.

د کابل ښارد وزيراباد د تېلو ټانک د مسوول عبدالبصير په خبره، نن د يوه لېتر ډېزلو بيه د تېرې پنجشنبې په څېر ٥٨ افغانۍ او يو لېتر پټرول هم په همدې بيه پلورل کېږي.

همدارنګه د کابل ښار د تايمني پنځم سړک يو ګاز پلورونکى عبدالله وايي، چې نن هم د تېرو اوو ورځو غوندې يو کيلو ګاز په ٤٨ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو ګرام عربي سره زر په ٢٠٠٠ افغانۍاو يو ګرام ايراني سره زر په ١٧٠٠ افغانۍ دي.

د کابل د شهزاده سراى د صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې نن يو امريکايي ډالر په ٥٧،١٥ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٧١ افغانۍ پېرل کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د يوه امريکايي ډالر د پلور ارزښت ٥٧،٣٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٥٣ افغانۍ و.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.