ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار ته له پاکستان څخه تاريخ تېر درمل وارېدېږي

author avatar
25 Apr 2014 - 16:54
author avatar
25 Apr 2014 - 16:54

تالقان (پژواک،٥غويى٩٣):د تخار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه په قاچاقي توګه  په نوي ليبلونو تاريخ تېر  او بې کيفيته درمل را وارېدېږي.

په دغه ولايت کې د عامې روغتيا سرپرست مشر ډاکټر محمد حسن بسيج  پژواک ته وويل، چې که څه هم د عامې روغتيا وزارت د درملو د کيفيت د کنټرول اداره لري، چې واريدېدونکي ټول درمل د وړتيا له نظره په کې ارزول کېږي؛ خو د دارو درملو يو شمېر سوداګر بيا په ناقانونه توګه، ددغې ادارې څخه په پټه، بې کيفيته دارو درمل وارېدوي.

هغه وايي: ((لکه څنګه چې تاسو د درملو دوه بوتله د ما په لاسو کې ګورۍ يو يې مولټي ويټامين او بل يې انټي اسېډ شربت دي، د دغو درملو تاريخ د ۲۰۱۵ م کال د جولاى مياشتې پورې نوى دى. زموږ څارونکې ډله په دې پوه شوه ، چې ددغو درملو ظاهري بڼه نوې ښکاري، نو بېلګه يې د عامې روغتيا وزارت ته ولېږل شوه، هغوى د درملو له څېړلو وروسته موږ ته خبر راکړ ، چې دغه درمل بې کيفيته دي.))

بسيج وايي، همدا پرون يې دوه ټنه تاريخ تېر او بې کيفيته درمل له منځه يوړل ، چې يو ټن يې په ناقانونه توګه، په نوي مارک وارېد شوي وو.

نوموړى وايي، چې د عامې روغتيا د کيفيت ارزولو ډله هره ورځ په مارکېټونو، درملتونونو، شخصي او دولتي کلينيکونو کې ګرځي، بې کيفيت او تاريخ تېر درمل راټولوي او له منځه يې وړي.

په همدې مهال د تالقانو يوه اوسېدونکي حسيب الله پژواک ته وويل، هر کله چې ماشومان يې ناروغان کېږي، د درملنې په موخه يې پاکستان ته بيايي.

 هغه وايي ، دا درې کاله کېږي، چې په تالقانو کې د خپلو ماشومانو درملنه نه کوي.

دى زياتوي:((دوه کاله مخکې مې يو ماشوم ناروغ شو، د تخار ډاکټران يې په رنځ پوه نشول. هر ډاکټر ته مې چې بيوه يو پنډ درمل به يې راکړل، خو هېڅ اغېزه يې  نه کوله. د ورځ په تېرېدو سره د ماشوم روغتيايي حالت اندېښمن کېده. يوه ملګري مې مشوره راکړه ، چې پاکستان ته يې بوځم. پېښور ته مې بوته په لږ وخت کې رک روغ شو.))

نوموړي وايي، دومره مصرف پر غاړه مني؛ خو چې درملنه يې وشي.

دا يواځې حسيب الله نه دى، چې د درملنې لپاره خپل ماشوم پاکستان ته بيايي، د تخار ډېر شمېر نور اوسېدونکي هم د ډېرو مصارفو په منلو سره غوره بولي، چې ناروغان يې پاکستان ته بوځي.

دوى وايي ، چې که څه هم په تخار کې ډېر او پرمختللي شخصي کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه جوړ شوي؛ خو ټول تجارتي بڼه لري، دارو درمل يې کيفيت نه لري.

له بله پلوه بيا د تخار د ولايتي روغتون يوه ډاکټر عطامحمد شفيق پژواک ته وويل، چې د تاريخ تېر درملو او خوراكي توكو کارول د دې ولايت يوشميرخلك  ناروغ كړي ، چې ډيرى يې ماشومان دي:

دى وايي: (( تاريخ تېردرمل  ناروغ نه ښه كوي،منفي اغېزې هم پرې لري، که  د خوراكي توكو تاريخ تېرشي، خپله د مكروبونو سرچينه ګرځي، چې خوړل يې د ۵ كلونو كم عمره ماشومانو كې دنس ناستې لامل ګرځي.))

د تخار د عامې روغتيا چارواکي وايي، افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره اوږدې پولې لري، چې د قاچاقي توکو د واردولو لپاره يې  څارل ناشوني دي؛ خو په ولايتونو کې يې مخنيوى کېداى شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.