ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يو شمېر ولايتونو کې د سيلابونو له امله ٧٢ تنه مړه شوي

په يو شمېر ولايتونو کې د سيلابونو له امله ٧٢ تنه مړه شوي

author avatar
25 Apr 2014 - 12:04
په يو شمېر ولايتونو کې د سيلابونو له امله ٧٢ تنه مړه شوي
author avatar
25 Apr 2014 - 12:04

 شبرغان ، ميمنه ،سرپل (پژواک،٥ غوايي٩٣):په سرپل،فارياب، بادغيس او جوزجان ولايتونو کې د سختو سيلابونو له امله ٧٢ تنه مړه شوي او په لسګونه نور لادرکه دي.

دا سيلابونه  تېره ورځ ناوخته په يادو ولايتونو کې د سختو اورښتونو له امله راغلي دي.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني د غويي په ٥مه پژواک ته وويل، چې ددغه ولايت  د مرکز په ګډون، د خواجه دو کوه ، خوش تيپه او څو نورو ولسواليو کې د سيلابونو له امله تراوسه ٣٥ تنه  مړ شوو جسدونه پيدا شوي او ١٠ تنه نور لادرکه دي.

ددغه ولايت ښاروال انجينر محمدحسن پژواک ته وويل،مرستدويه ډلې سيلاب ځپلو سيمو ته استول شوي، خو دده په وينا، لا زياتو مرستو ته اړتيا شته.

بله خوا د فارياب د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې رييس انجينر عبدالوهاب پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د سختونو سيلابونو له امله  تراوسه ٢٤  مړي پيدا شوي  او ٧ تنه لادرکه دي.

هغه وايي، تراوسه ورته د ٥٠٠ کورنو د ويجاړېدو خبر ورکړل شوى ، خو دده په وينا، وېره شته چې دا شمېر زيات شي.

د سرپل ولايت د طبعي پېښو پر وړاندې د چتوالي ادارې رييس سيدفضل الله سادات بيا وايي، چې په دغه ولايت کې سيلابونو زيانونه اړولي دي.

په ورته مهال ددغه ولايت د امنيت امر جنرال عزيزالرحمن پژوان ته وويل، چې سيلابونو له امله ٩ تنه مړ شوي، خو ممکن دا شمېر زيات شي.

د بادغيس ولايت چارواکي بيا وايي، چې د سخت  باران او ږلۍ له امله په دغه ولايت کې د يوه کور ٨ تنه غړي مړه شوي دي.

په لوېديځ کې د طبعې پېښو پر وړاندې د چتموالې ادارې رييس عبدالحميد مبارز حميدي پژواک ته وويل، په وژل شوو کسانو کې ماشومان او ميرمنې هم شاملې دي.

له دې ټولو سره سره ددغو  ولايتونو چارواکو وېره ښودلې ، چې ښايي د سيلابونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر تر دې هم زيات شي.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.