ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د ٤٤٤ محلونو د رايو برخلیک د شکايتونو کميسيون ټاکي

author avatar
27 Apr 2014 - 18:06
author avatar
27 Apr 2014 - 18:06

کابل (پژواک، ٧غويى٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د ٤٤٤ محلونو رايې چې لا هم د دوى تر څېړنو لاندې دي، بېلابېلې ستونزې لري، چې له همدې امله په لومړنيو پايلو کې له شاملولو پاتې شوې دي.

د ټاکنو کمېسيون وياند نورمحمد نور پژواک خبر ي اژانس ته وويل، چې دوى د دې محلونو د رايو راپور ترتيبوي او له پوره جزئياتو سره يې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون په واک کې ورکوي، ترڅو هغوى د دې رايو د برخليک په اړه پرېکړه وکړي.

ده زياته کړه: “٤٤٤ محلونه دي، چې بېلابېل مشکلات لري، مثلا ځينو کې هلته رايه اچونه نه ده شوې، خو پايلې يې راغلې دي؛ د ځينو په فزيکي ډول پايلې راغلې دي، خو هلته چې صندوق وليدل شي، ستونزې لري او ]د خلکو[ اراده په کې نه ده تمثيل شوې، يا د ځينو د پايلو ورقې سپينې دي. تقريبا اووه کټګورۍ په همدې شکل باندې دي.”

نوموړي وويل، چې د شته ميکانيزم له مخې، کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي، نو نه شي کولى په پايلو کې بدلون راولي.

هغه وايي: “دا ٤٤٤ محلونه ډېر مشکل لري، نور له پروسس څخه وتلې خبره ده، بايد د شکايتونو کمېسيون ورباندې پرېکړه وکړي.”

نور وويل چې ياد شوي ٤٤٤ محلونه، د بېلابېلو ولايتونو اړوند دي، خو هغه د رايو د اندازې په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

له بلې خوا تېره ورځ، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان پرمهال وويل، که چېرې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو د غبرګولي مياشتې په ١٧مه به ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اساسي قانون له حکم سره سم بايد ټاکنې د وروستيو پايلو تر اعلان وروسته سمدستي په دوو اونيو کې ترسره شي.

خو نور وايي، که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون به ورته د نهايي پايلو د اعلان پرمهال زماني جدول جوړ کړي او له رسنيو سره به يې شريک کړي.

د ټاکنو کمېسيون وياند وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو لګښت له پخوا څخه د ټاکنو په بوديجه کې په پام کې نيول شوى دى.

د ده د معلوماتو له مخې، د وري د ١٦مې په ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ١٢٧ ميليون ډالره لګښت راځي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند همداراز د ولايتي شوارګانو د پايلو په اړه وويل، دوى يې يو پړاو چې له ولايتونو څخه د پايلو لېږدول دي، بشپړ کړى او دا مهال تر کار لاندې دي، ترڅو سيستم ته داخلې شي.

نور زياته کړه: “د ولايتي شوراګانو يوه مرحله تکميل شوې ده، له ٣٤ ولايتونو څخه د پايلو ورقې رارسېدلې دي، دوهمه مسئله سکن دى، سکن يې تر پروسس لاندې دى او تقريبا بشپړېږي او پنځه مرحلې يې نورې پاتې دي، چې پر هغې باندې موږ کار کوو.”

ده وويل چې د ټاکنو کمېسيون د ټاکل شوي تقسيم اوقات له مخې، د روانې غويي مياشتې په ٢٧مه د ولايتي شوراګانو لومړنۍ پايلې اعلانوي.

د ټاکنو کمېسيون د مهالوېش له مخې، د ولايتي شوراګانو د رايو شمېرل د غويي مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي او لومړنۍ پايلې يې د روانې مياشتې په ٢٧مه اعلانېږي.

د ولايتي شوراګانو وروستۍ پايلې به د شکايتونو له څېړلو وروسته د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي.

د ولايتي شوراګانو د ٤٥٨ څوکيو لپاره شاوخوا ٢٦٠٠ کانديدان په ټول هېواد کې سره سيالي کوي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.