ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د ټاکنو کمېسيون بايد له قانون سره سم دويم پړاو ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي”

author avatar
27 Apr 2014 - 17:56
author avatar
27 Apr 2014 - 17:56

کابل(پژواک٧غويى٩٣): د مشرانو جرګې يو شمير غړي ټينګار کوي ، چې د ټاکنو کمېسيون بايد له قانون سره سم دويم پړاو ټاکنې په خپل وخت  ترسره کړي او له خلکو يې وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې هم په پراخه کچه ګډون وکړي .

د مشرانو جرګې غړي يادې څرګندونې داسې مهال کوي ،چې تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري په ١٦مه د ولسمشرۍ د ترسره شويو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې .

په لومړينو پايلو کې ډاکترعبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزى تر نورو کانديدانو مخکښ دي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخې که په لومړي دور ټاکنو کې يو کانديد هم ونشي کولاى،چې پنځوس جمع يو رايې پوره کړي، دويم ځل لپاره ټاکنې د هغو کانديدانو ترمنځ ترسره کيږي، چې تر نورو يې ډيرې رايې ترلاسه کړې وي .

تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل،چې د دوى د محاسبې له مخې امکان لري ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي .

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې هم د ټاکنو په اړه بحثونه وشول.

په ياده جرګه کې د خوست استازي عارف پښتون وويل،چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد له قانون سره سم په خپل وخت ټاکنې ترسره کړي او امنيتي ځواکونه هم بايد د راتلونکو ټاکنو د امنيت د ټينګښت لپاره اړين  امنيتي تدابير ونيسي .

ده له خلکو غوښتنه وکړه ،چې د ټاکنو د لومړي پړاو په څېر په دويم پړاو کې هم په پراخه کچه ګډون وکړي.

هغه زياته کړه : ((ځينې کانديد وايي ،چې موږ د ټاکنو لومړنۍ پايلي نه منو، د لومړنيو پايلو نه منل د اساسي قانون نه منل دي .))

په ياده جرګه کې د فراه استازى ګل احمد اعظمي هم وايي ،چې اړوند ارګانونه بايد له قانون سره سم دويم پړاو ټاکنو ته زمينه برابره کړي .

هغه زياته کړه : ((زه له کانديدانو نه غواړم ،چې د افغانستان د خلکو ترمنځ قومي، سمتي او ژبني تعصب ته لمن ونه وهي او که څوک دا تعصبونه پاروي د افغانستان له خلکو سره جفا کوي.))

ده له ټولو خلکو غوښتنه وکړه ، چې په هېواد کې د ملي يوالي د ټينګښت په موخه په ټاکنو کې برخه واخلي.

په ياده جرګه کې د هندوانو استازې انار کلي هنريار هم وايي ،چې ټاکنې بايد په خپل وخت ترسره شي او کانديدان او د ټاکنو اړونده کمېسيونونه بايد د خلکو رايو ته احترام وکړي .

د يادې جرګې غړى مولوي محي الدين منصف وايي،چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد په راتلونکو ټاکنو کې د تېرځل ټاکنو تېروتنې تکرار  نه کړي .

هغه وايي ،چې د ټاکنو کمېسيون بايد په خپلو کارکونکو له سره کتنه وکړي او ټولو محلونو ته د خلکو له شمېر سره سم د رايو ورکولو پاڼې واستوي .

په تېرځل ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو کې ډيرو خلکو د رايو ورکولو پاڼو له کمښت نه شکايت درلود.

منصف هم له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه ،چې يوځل بيا د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي، ترڅو خلکو ته په ټاکنو کې د پراخې برخې اخيستنې زمينه برابره شي.

په مشرانو جرګه کې د کابل استازي خالق داد بلاغي بيا وايي،چې يو شمېر کړۍ په زوره دويم دور ته د ټاکنو د غځولو هڅې کوي .

خو هغه دغه کړۍ مشخصې نه کړى.

هغه وايي ،چې تاکنې ملي پروسه ده  او په دې پروسه کې بايد لاسوهنې ونشي .

د نننۍ غونډې په پاى کې د  مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل،چې د ټاکنو ټوله پروسه بايد د ټاکنو او اساسي قانون له احکامو سره سم ترسره شي.

خو مسلميار له دوو مخکښو کانديدانو غوښتنه وکړه ، چې د امکان په صورت کې ملي مشارکت ته غاړه کيږدي او له دويم پړاو ټاکنو تېرشي .

دا په داسې حال کې ده ،چې د ټاکنو قانون په ٢٠ ماده کې راغلي هغه دوه تنه کانديدان ،چې په لومړي پړاو کې  تر نورو ډيرې رايې ترلاسه کړي،  مکلف دي چې په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د غويي په ٢٤ مه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانيږي او د اساسي قانون له مخې، د وروستيو پايلو له اعلان نه ١٥ ورځې وروسته دويم پړاو ټاکنې ترسره کيږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.