کابل (پژواک، ٧ غويى ٩٣): د بريتانيا دفاع وزارت اعلان کړى، چې دافغانستان په سوېل کې په غورځېدلې چورلکه کې وژل شوي سرتېري بريتانويان وو.
پرون ايساف ويلي و ، چې د افغانستان په سوېل کې يې يو چورلکه غورځېدلې، چې پکې سپاره پنځه سرتېري وژل شوي دي.
خو ايساف د وژل شويو سرتېرو هويت نه و په ډاګه کړى.
د کندهار چارواکو پرون ويلي و ، چې دغه چورلکه د ياد ولايت د تخته پل ولسوالۍ د چغري په سيمه کې لوېدلې ده.
بلخوا د بريتانيا دفاع وزارت اعلان کړى، چې په دغې پېښه کې وژل شوي سرتېري ددوى د هېواد اتباع وو.
د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمرون پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او د وژل شويو سرتېرو کورنيو ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.
د دغو پنځو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٢٧ تنو ته ورسېد.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن