ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د پولنډي پوځيانو ماموريت پاى ته ورسېد

author avatar
27 Apr 2014 - 18:23
author avatar
27 Apr 2014 - 18:23

غزني(پژواک،٧غويى٩٣):په غزني ولايت کې د پولنډي پوځيانو ماموريت پاى ته ورسېد او امنيتي واګې يې افغان سرتېرو ته وسپارل شوې.

په دې تړاو د غويي په ٧مه په دغه ولايت کې ځانګړي مراسم ترسره شول، چې په کې د غزني د والي په ګډون ولايتي چارواکو هم برخه درلوده.

ددغو مراسمو پر مهال د غزني پر ښار د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوى يو راکټ  هم ولګېده،خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده په دې غونډه کې وويل،وسله والو  طالبانو په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په پلمه جکړه پيل کړې، خو دده په وينا ، نه پرېږدي، چې بهرنيان ووځي او واګې يې افغانان ترلاسه کړي.

اکبرزاده وويل: (( د جنګ ګټه نوروته رسيږي، طالبان بايد پر ځان پوه شي، چې دوى يواځې غلامان دي اوبس.))

والي په دې مراسمو کې له پولنډي ځواکونو مننه وکړه، چې دغلته يې د ماموريت پر مهال له ولايتي ادارې سره په ډېرو برخو کې مرستې کړې دي.

هغه وويل:((کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي بايد خپل پوځي تجهيزات افغان پوځيانو ته وسپاري.))

والي زياته کړه، چې له غزني څخه به د پولنډي پوځيانو له وتلو وروسته په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د پخوا په څېر عادي وي.

په غزني کې دپولندي ځواکونو قوماندان جنرال مارک وويل، په غزني کې يې د ماموريت له پيله تراوسه موخه دافغان پوځيانو روزنه ، په بېلابيلو برخو کې مرستې او د امنيت ساتنه وه.

جنرال مارک وويل:(( داسې نه ده، چې له غزني ولاړو، نو دا ولايت به هېر کړو، موږ به تر دې وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړو.))

په غزني کې د چټک غبرګون قوماندان لومړي څارن  خان پاچا وويل، سرتېري يې کولاى شي په يواځې سر  امنيت خوندي کړي.

ده وويل: (( موږ کولاى شوو د ټولو سيمو امنيت وساتو او زموږ دنده ده ، چې د خپلې خاورې امنيت خوندي کړو.))

ياده دې وي، چې په غزني کې د پولنډي پوځيانو ماموريت  په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې دغه ولايت ته د ۲۶۰۰ سرتېرو په راتګ پيل شو .

پولنډ په افغانستان کې د پوځي ماموريت په پيل کې ٢٥٠٠   سرتېري رالېږلي وو، چې اوس يې يواځې ٩٦٨ پاتې دي او نور يې له افغانستانه وتلي دي.

په دغه ماموريت کې تراوسه د ياد هېواد ٣٨ تنه سرتېري وژل شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.