ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې طالبان ووژل شول او ١٨ نور نيول شوي

درې طالبان ووژل شول او ١٨ نور نيول شوي

author avatar
28 Apr 2014 - 15:01
درې طالبان ووژل شول او ١٨ نور نيول شوي
author avatar
28 Apr 2014 - 15:01

پل علم(پژواک،٨ غويى٩٣):د لوګرچارواکي وايي، چې ديوې نښتې په ترڅ کې يې ٣ طالبان وژلي او د يوه قوماندان په ګډون يې ١٨ نور نيولي دي.

ددغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالولي طوفان ترکي  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا ١٠بجې د مرکز اړوند په کجې سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.

ترکي وايي: (( د ملي او سيمه ييزو پوليسو موټر د ګزمۍ پر مهال و، چې طالبانو پرې ډزې وکړې او وروسته نښته رامنځ ته شوه،په دې نښته کې ٣ وسله وال ووژل شول او د طالب قوماندان ملامتين په ګډون ١٨ نور ژوندي ونيول شول.))

ترکى زياتوي ، له نيول شويو طالبانو پوښتنې روانې دي.

دى وايي: (( جګړې درې ساعته دوام وکړ، د سيمې خلکو او پوليسو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

د يادې سيمي اوسېدونکي ګلاب جان  پژواک ته وويل، چې په کلي کې يې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ سخته نښته وشوه، چې له امله يې خلک په کورنو کې بند پاتې وو.

دده په وينا، جګړې څو ساعته دوام درلود، خو ولسي خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.