ترينکوټ(پژواک، ٨ غويى ٩٣):د اروزګان والي وايي، په دغه ولايت کې يو شمېر داسې پروژې پلې شوي، چې د خراب کيفيت له امله د خرابېدو په حال کې دي.
والي امان الله تيموري دا څرګندونې په ترينکوټ ښار کې د يوه جامع جومات د بنسټ ډبرې ايښودو پرمهال وکړې .
تيموري وويل، چې د ياد جومات چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه، دغه جومات به په يوه وخت کې د ٥٠٠ لمونځ کوونکو د ځاى کېدو ظرفيت ولري او شاوخوا ٣ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
والي وايي، چې په اروزګان کې يې د پروژو د نظارت په موخه يو پلاوى ټاکلى، چې ددغه جومات د جوړېدو چارې به هم وڅاري.
دده په وينا:((بدبختانه په اروزګان کې د ځينو شرکتونو له لوري داسې پروژې پلې شوې دي، چې په لنډه موده کې بېرته له منځه تللي او يا هم د له منځه تلو په حال کې دي.))
په ورته مهال د اروزګان د ارشاد ، حج او اوقافو رييس مولوي حمدالله پژواک ته وويل، چې د ياد جومات د جوړونې مالي لګښت د ارشاد، حج او اوقافو د وزرات له خوا ورکول کېږي.
له دې مخکې د ياد ولايت د چورې ولسوال ويلي و، چې په دغې ولسوالۍ کې ځينو موسسو د پروژو په ناسم وېش سره قومي شخړې راپارولې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن