ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين : ټول افغانان دې په ممکنه دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخلي

author avatar
28 Apr 2014 - 13:56
author avatar
28 Apr 2014 - 13:56

جلال اباد(پژواک،٨ غويى٩٣):د ننګرهار والي وايي، چې په افغانستان کې د ناورين د مخنيوي لپاره بايد ټول افغانان په ممکنه دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخلي.

مولوي عطاء الله لودين دا څرګندونې نن د غويي په ٨مه په هېواد کې د مجاهدينو بريا د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.

لودين وويل ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو ټول ولسونه بايد په کې ونډه واخلي او که په لومړي دور کې پاى ته ورسېږي، نو بايد په شريکه يې پايلې ومنو.

ده وويل: ((نور بايد هېواد کې پخوانى ناورين تکرار نه شي، موږ نور نه غواړو، چې ميندې بورې او ماشومان يتيمان شي.))

لودين د ١٣٥٧ کال د ثور د اومې کودتا په افغانستان کې د وژنو او ګډوډويو اصلي لامل وبلله.

له روسانو سره په جګړه کې جنګيدلى ملک ګل جان وايي، چې يو نيم ميليون افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ،تر څو  يو اسلامي او ښه حکومت رامنځ ته کړي.

نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو بايد په ټاکنو کې ونډه واخلي.

ياده دې وي، چې د ١٣٧١کال د غويي په اتمه مجاهدين کابل ته ننوتل او د نجيب حکومت يې ړنګ کړ ، د غويي اتمه د هېواد د مرکز سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نمانځل کېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.