ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو د پچير اګام د پوهنې مدير وتښتاوه

author avatar
28 Apr 2014 - 11:02
author avatar
28 Apr 2014 - 11:02

جلال اباد(پژواک،٨غويى٩٣):د پچير اګام ولسوالۍ د پوهنې مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري تښتول شوى دى.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د غويي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د لمانځه پر مهال د پچير اګام ولسوالۍ د پوهنې مدير لعلون د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوى دى.

دى وايي، د نوموړي شاوخوا څلور کاله کېدل، چې په ياده ولسوالۍ کې يې دنده ترسره کوله.

ده زياته کړه:(( د پوهنې د مدير کور په جلال اباد ښار کې و او معمولاً هره ورځ خپلې دندې ته تلو.))

شينواري وويل، مدير لعلون د پوهنې د مديريت له يوه بل کارکوونکي سره د ګېره خېلو په سيمه کې شپه وه، سهار مهال جومات ته د لمانځه لپاره روان و، چې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو.

د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول ياده کړنه د پوهنيز بهير پر وړاندې خنډ اچوونکې وبلله او پر امنيتي ځواکونو يې غږ وکړ، چې د نوموړي د خلاصون په موخه دې هڅې وکړي.

بلخوا د يادې ولسوالۍ امنيتي چارواکو هم ياده پېښه تاييد او زياته کړې يې ده ، چې د نوموړي د خلاصون په موخه د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.

ياده دې وي، چې مدير لعلون له دې وړاندې په بټي کوټ،رودات،مومندرې او يو شمېر نورو ولسواليو کې د پوهنې د مدير په  توګه دندې  ترسره کړې دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.