ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې د مسلکي زده کړو لېسه پرانيستل شوه

author avatar
28 Apr 2014 - 11:59
author avatar
28 Apr 2014 - 11:59

کابل(پژواک،٨ غويى٩٣):د لوګر په محمداغۍ ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د کثير الرشتوي په نوم د مسلکي زده کړو يوه لېسه پرانيستل شوه.

په دغې لېسې کې به زده کوونکو ته د کرنې، اقتصاد او  ميخانيک په برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

ددغې لېسې د پرانيستلو پرمهال د لوګر والي نياز محمد اميري وويل، چې اوسمهال په دې ولايت کې د پوهنې بهير په ښه توګه راون دى.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې خپل بچيان دې په ياده لېسه کې شامل کړي، څو ځانګړې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي.

دغه راز د لوګر د پوهنې رييس انجنير محمد اکبر ستانکزي وويل، دا لومړى ځل دى، چې په دې ولايت کې د مسلکي زده کړو يوه لېسه پرانيستل کېږي.

ده زياته کړه، په ياده لېسه کې يواځې هغه زده کوونکي  د شموليت حق لري،  چې له نهم ټولګي څخه فارغ شوي وي.

ستانکزى وايي، چې په دې لېسه کې به زده کوونکو ته په مسلکي ډول د کرنې ، اقتصاد او ميخانيک په برخو کې زده کړې ورکول شي .

د يادولوده، چې په لوګر ولايت کې ټول ٢٦٦ ښوونځي شته ، چې ١٨٠ رزه   زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.