ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې ۴۳ وسله وال وژل شوي

پکتيکا کې ۴۳ وسله وال وژل شوي

author avatar
28 Apr 2014 - 16:34
پکتيکا کې ۴۳ وسله وال وژل شوي
author avatar
28 Apr 2014 - 16:34

ښرنه(پژواک،٨غويى٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي، چې ددې ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته او هوايي بمبار کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او ١١ نور يې ټپيان دي.

ددې ولايت د والي وياند مخلص افغان دغويي په ۸ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه ناوخته يوشمېر کورنيو اوپاکستانيو وسله والو د زيړوک ولسوالۍ پر يوشمېر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

دده په خبره، د يوساعت نښتې په اوږدو کې ۲۵ وسله وال ووژل شول  او اوه نورټپيان شول.

افغان وويل، له يوساعت نښتې وروسته سيمې ته د هوايي ځواک مرسته ورسېده او په هوايي بمبار کې ۱۸ نور مخالفين ووژل شول اوڅلور نورټپيان شول.

د والي وياند وايي، نښتې درې ساعته دوام وکړ ، چې له امله يې په ټوليز ډول ۴۳ تنه وسله وال وژل شوي  او يوولس تنه ټپيان شول.

هغه زياتوي، په دې نښته کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي، درې پوليس ټپيان دي، خو په سيمه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

هغه وايي، چې دوژل شويو وسله والو جسدونه د زيړوک ولسوالۍ ختيځ ته د ډبوک په نوم غرنۍ سيمه کې پراته دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل هم پژواک ته وويل، چې په جګړه کې ۴۳ وسله وال وژل شوي دي.

هغه هم وويل، چې دغو طالبانو ته په جګړه او هوايي بريد کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.