ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د بهرنيانو د ٦ پټو زندانونو د تړلو پرېکړه وکړه

author avatar
29 Apr 2014 - 19:35
author avatar
29 Apr 2014 - 19:35

کابل (پژواک ٩ غويى ٩٣): په کندهار او هلمند کې د بهرنيو ځواکونو د پټو زندانونو د شتون د څېړنې پلاوي موندلو ښودلې، چې بهرني ځواکونه په دې ولايتونو شپږ پټ زندانونه لري.

دغه څرګندونې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلې دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کندهار په هوايي ډګر او د هلمند په ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د پټو زندانونو د شتون د څېړنې پلاوي، د غويي په نهمه ولسمشر حامد کرزي ته خپل رپوټ وړاندې کړ.

د سرچينې په خبره، د نوموړي پلاوي د موندنو له مخې، د کندهار په هوايي ډګر کې د امريکايي او بريتانيايي ځواکونو درې زندانونه او د هلمند په ولايت کې هم، د بهرنيانو په پوځي اډه کې درې زندانونه شتون لري.

پلاوي  په کندهار او هلمند کې د يادو شويو هېوادونو د ځواکونو په زندانونو کې د افغان بنديانو شتون تاييد کړى او ويلې دي، چې دوى په دغو زندانونو کې له موجودو بنديانو سره خبرې هم کړې دي، چې ډېرى د دوى ان دوسيې هم نه لري او ځينې يې له څو مياشتو راهيسې بنديان دي.

د خبرپاڼې په حواله، ګومارل شوي پلاوي په خپل رپوټ کې دا هم ويلي، چې دغو زندانونو ته د ځينو بنديانو د راوستلو شواهد شته، خو د بېرته خلاصون يا د توقيف د ادامې په اړه يې څه نښې نه ليدل کېږي.

سرچينه کاږي، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ دغې غونډې د پلاوي د رپوټ له اورېدو وروسته، څرګنده کړله، چې د افغانستان د جمهوري رياست د ټولو پخوانيو فرمانونو او احکامو په پام کې نيولو سره، بهرني ځواکونه په افغانستان کې د زندانونو د لرلو او د افغانانو د بنديانولو حق نه لري.

سرچينه زياتوي، غونډې د بهرنيو پوځيانو له خوا د افغانانو بنديانول او د زندانونو درلودل د افغانستان د قوانينو نقض کول وبلل او يو وار بيا يې د هېواد لويې څارنوالۍ، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت لوى رياست ته دنده وسپارله، چې په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو ټول زندانونه وتړي او په هغو کې د موجودو افغان زندانيانو د برخليک د ټاکلو لپاره ډېر ژر لازم اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، غونډې دغه راز د ملي امنيت سلاکار ته دنده وسپارله، چې د امريکا د متحده ايالاتو او د بريتانيا له حکومتونو څخه دې په ليکني ډول وغواړي، چې ايا په افغانستان کې له دغو ۶ زندانونو پرته نور زندانونه لري او که نه؟ او که بهرنيان اوس هم زموږ په هېواد کې کوم زندان لري، نو بايد ژر تر ژره يې افغان دولت ته وسپاري.

دغه پلاوى د ولسمشر د حکم له مخې، د ملي دفاع وزارت د پوځي پوليسو د قوماندان تورن جنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ او د بګرام زندان د زندانيانو دوسيو ته د رسيده ګۍ د کمېټې د مشر عبدالکريم قانت او غړي عبدالشکور دادرس او د چارو د ادارې د دفاع او امنيت د برخې د کارپوه بريد جنرال انور شاه په غړيتوب ټاکل شوى و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.