ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک خبري اژانس لس کلن شو

پژواک خبري اژانس لس کلن شو

author avatar
29 Apr 2014 - 20:12
پژواک خبري اژانس لس کلن شو
author avatar
29 Apr 2014 - 20:12

کابل (پژواک ٩غويى ٩٣): په کابل کې د پژواک خبري اژانس لسمه کاليزه ونمانځل شوه.

 دغه نمانځغونډه په کابل ښار کې د دې دفتر په مرکزي ودانۍ کې د غويي په نهمه، د سهار په يوولسو بجو پيل او د ماسپښين په يوه بجه پاى ته ورسېده .

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل، په دې غونډه کې د دې ادارې له ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې د پژواک خبريالان په سختو شرايطو کې کار کوي او کوښښ کوي، چې يو معياري خبري سروېس ولري. 

ده زياته کړه: ((د پژواک کارکوونکو د هېواد په ستونزمنو شرايطو کې د خلکو لپاره کار کړى او د ټولنې سم لور ته د پرمخ بېولو لپاره يې په وخت معلومات خپاره کړي دي.))

نوموړي د وري په ۱۶مه د ټاکنو د بې پلوه پوښښ لاندې راوستلو له امله د خپلو ټولو خبريالانو او همکارانو مننه وکړه او ويې ويل، چې له همدې امله دغه اداره د ملي او نړيوالو ادارو له خوا په ستاينليکونو او وياړونو وستايل شوه.

په ياده نمانځ غونډه کې د پژواک اژانس کارکوونکو ګډون کړى وو، چې په ترڅ کې يې د قران کريم ختم هم وشو.

پژواک خبري اژانس چې لس کاله وړاندې يې فعاليت پيل کړى، دا مهال په مرکز او ولايتونو کې له ١٠٠ ډېر کارکوونکي او خبريالان لري.

له بلې خوا د ميدان وردګو والي د پژواک خبري اژانس د لسو کلنو د هڅو ستاينه کړې ده.

د دې ولايت د مقام له لوري پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي، وروسته له دې چې د پژواک خبري اژانس د فعاليتونو لسم کال پوره کېږي، د دغه اژانس مشرتابه او ادارې ته يې د مبارکۍ ويلو ترڅنګ، د دغه اژانس ستاينه وکړه.

ده ويلي: پژواک په رښتيني ډول په خپلو ټولو امکاناتو سره د افغاني ټولنې رښتينی انځور راښکاره کړی او پرته له دې، چې د کوم لوري پلوي وکړي، د ستونزو، پېښو او نورو موضوعاتو باندې خبرونه جوړ او خپاره کړي دي .

د ميدان وردګو والي همداراز په ټولټاکنو کې د نورو رسنيو ترڅنګ د پژواک فعاليت بې سارى بللى او زياته کړې يې ده، وخت په وخت يې د دغه اژانس له پاڼو څخه د ټول افغانستان د رايې ورکونې بهير تعقيب کړی دی.

ده په همدې حال کې د پژواک خبري اژانس له بې پرې والي څخه په يادونې سره، له نورو رسنيو څخه هم غوښتنه کړې، چې د هېواد کلتوري ارزښتونو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.