کابل (پژواک ١٠ غويى ٩٣): يوه امنيتي سرچينه وايي، چې د طالبانو نظامي قوماندان مولوي عبدالقيوم ذاکر په افغانستان کې د ټاکنو د نه ګډوډولو له امله ګوښه شوى دى.
دې افغان امنيتي سرچينې د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا ذاکر د پاکستان د څارګرې ادارې په امر د طالبانو د رهبرۍ شورا د مرستيال ملا اختر منصور په وسيله له دندې ګوښه شوى او اوس په ګوېټه کې تر سخت نظارت لاندې دى.
سرچينه وايي: ((څو ورځې مخکې د پاکستان د څارګرې ادارې او د ملا اختر منصور تر منځ ناسته وشوه، په دې ناسته کې په دې خبرې وشوې، چې ملا ذاکر د وري په ١٦مه د افغان ټاکنو د ګډوډولو په چاره کې ناکام و.))
دغه امنيتي سرچينه وايي، د پاکستان څارګره اداره د ټاکنو په ورځو کې د ګونړ او پکتيا پر پېښو سخت په غوسه شوې ده.
سرچينه وايي، د ټاکنو په شپه په پکتيا کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې د پاکستانيانو په ګډون ٢١ طالبان وژل ووژل شول او وروسته په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د کونړ لپاره د طالبانو د والي نور قاسم صبري په ګډون ١٧ طالب مشران ووژل شول.
تر دې مخکې وسله والو طالبانو د ملا ذاکر په تړاو ويلي وو، چې له دندې يې استعفا کړې ده.
د غويي په ٥مه د دې ډلې له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې ملا عبدالقيوم ذاکر ناروغ دى او له همدې لامله يې په خپله له دندې استعفا کړې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن